پېښور 28 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پي ډي ايم اے د سيلۍ سره د باران پيشګوئي کولو سره د صوبې ټوله ضلعي انتظاميه چمتو كړې ۔ د پي ډي ايم اے وياند له مخې 29 اګست نه تر 5 ستمبر د خېبر پښتونخوا بيلو ضلعو كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے۔ پي ډي ايم اے له مخې چترال، دير، سوات، شانګله، بونير، ملاکنډ، باجوړ …
د خېبر پښتونخوا پي ډي اېم سيلۍ سره د باران پيشګوئي وكړه

مزید خبریں
پېښور 28 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پي ډي ايم اے د سيلۍ سره د باران پيشګوئي کولو سره د صوبې ټوله ضلعي انتظاميه چمتو كړې ۔ د پي ډي ايم اے وياند له مخې 29 اګست نه تر 5 ستمبر د خېبر پښتونخوا بيلو ضلعو كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے۔ پي ډي ايم اے له مخې چترال، دير، سوات، شانګله، بونير، ملاکنډ، باجوړ او کوهستان كښې د بارانونو پيشګوئي شوې ۔ د پي ډي ايم اے وياند له مخې پېښور ، چارسدہ، نوښار ، مردان، صوابي، خېبر او مومند كښې د باران امكان دے۔د پي ډي اېم اے وياند له مخې د 01 نه تر 4 ستمبر كرك ، بنوں، لکي مروت، ډي آئي خان، ټانك او وزيرستان ضلعو كښې د بارانونو پيش ګوئي شوې ۔د پي ډي ايم اے وياند له مخې د بارانونو له امله بره ضلعو حساس سيمو كښې د لينډ سلائيډنګ خطر دے۔ پي ډي اېم اے وياند له مخې مردان او صوابۍ كښې د اوبو نه لاندې سيمو كښې د 31 اګست نه تر 5 ستمبر د سېلاب اندېښنه ده۔د پي ډي ايم اے وياند له مخې د سيلۍ او تندر له امله کمزورو ودانيو، د بجلۍ ستنو ، بل بورډز او فصلونو ته د زيان رسيدو امكان دے۔ پي ډي اېم اے وياند له مخې پي ډي اېم اے ټولي ضلعي انتظاميې او اړوند ادارو ته وړاندې څخه د اقدامات كولو او د چمتو پاتي كيدو سپارښتنه كړې ده ۔










