لاهور 28 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعې په ورځ لاهور كښې د حضرت داتا ګنج بخش په مزار حاضري وكړه۔ د اوقاف ايډمنسټريټر محمد علي خان د ګورنر فيصل كريم كنډي هركلے وكړو۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي په مزار د ګلونو څادر وغوړولو، فاتحه خواني كولو سره ئې لنګر تقسيم كړو۔د اوقاف ايډمنسټريټر محمد علي خان ګورنر فيصل كريم …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د حضرت داتا ګنج بخش په مزار حاضري

مزید خبریں
لاهور 28 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعې په ورځ لاهور كښې د حضرت داتا ګنج بخش په مزار حاضري وكړه۔ د اوقاف ايډمنسټريټر محمد علي خان د ګورنر فيصل كريم كنډي هركلے وكړو۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي په مزار د ګلونو څادر وغوړولو، فاتحه خواني كولو سره ئې لنګر تقسيم كړو۔د اوقاف ايډمنسټريټر محمد علي خان ګورنر فيصل كريم كنډي له په مزار د روان تعميراتي كار په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د اوقاف محكمې وياند له مخې ګورنر فيصل كريم كنډي د مزار تفصيلي معائنه هم وكړه او د آرټ ګيلري دوره ئې وكړه،چرته چې د اوقاف ايډمنسټريټر هغه له د تاريخي عكسونو په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔









