الجزائر كښې په ځنګلو لګېدلي اور كښې 12 كسان مړه شول

  الجزائر۔27 اكست (اے پي پي) د الجزائر په قطبي  ختيزو ولايتونو كښې په ځنګلو لګېدلي اور كښې  د لږ نه لږ 12 كسان مړه شول۔ د شنهوا تر مخه  د الجزائر د كورنيو چارو وزير سعيد سېوو تر مخه   په چيجل ولايت كښې 5 ٬ بېجايا  كښې 4  او په تزي اوزو كښې 3 كسان مړه شوي دي۔  هغه د بيجايا دورې په مهال  د مرستې  او د اور …

 

الجزائر۔27 اكست (اے پي پي) د الجزائر په قطبي  ختيزو ولايتونو كښې په ځنګلو لګېدلي اور كښې  د لږ نه لږ 12 كسان مړه شول۔ د شنهوا تر مخه  د الجزائر د كورنيو چارو وزير سعيد سېوو تر مخه   په چيجل ولايت كښې 5 ٬ بېجايا  كښې 4  او په تزي اوزو كښې 3 كسان مړه شوي دي۔  هغه د بيجايا دورې په مهال  د مرستې  او د اور مړ كولو د كاروائيو جاج واغست  ۔ د شهري تحفظ لوړ پورو تر مخه د شورو تر مازيګر  بېلا بېلو  ولايتونو كښې  د اور لګېدو 159 پیښې رامخې ته شوي  چې پكښې په 90 قابو موندلے شوے  او په پاتي 69 كښې اور هغسې لمبې كولې۔ د استوګنو سيمو ته د اور رسېدو اندېښنې له مخې  په اختياطي توګه  ګنې كورنۍ  خوندي ځايونو ته د منتقل كړې شوي دي۔ په الجزائر كښې  په اوسنو مياشتو كښې  په ځنګلونو د اور لګېدو ګنې پیښې رامخې ته شوي  چې پكښې  د 20 نه زيات كسان مړه او ځنګلو ٬ د كروندې زمكې او كورونو ته زيان رسېدلے دے ۔