پېښور 27 اګست (اے پي پي) ګورنر فيصل کريم کنډي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئني وړاندې كړې دي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر ووئېل جنوبي وزيرستان، بنوں او خضدار كښې د امنيتي ځواكونو مؤثره او په وخت کارروائي د ترهه ګرۍ په ضد د ځواكونو د لوړ عزم او …
د خېبر پښتونخوا ګورنر خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد په کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېښور 27 اګست (اے پي پي) ګورنر فيصل کريم کنډي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئني وړاندې كړې دي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر ووئېل جنوبي وزيرستان، بنوں او خضدار كښې د امنيتي ځواكونو مؤثره او په وخت کارروائي د ترهه ګرۍ په ضد د ځواكونو د لوړ عزم او د پيشه وره صلاحيتونو ثبوت دے۔فيصل کريم کنډي ووئيل د ترهه ګرو په ضد د كوم فرق نه غير کارروائي رواني ساتل د وخت حاجت دے،د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان پشمول د ټولو ترهه ګرو بشپړه ختمول قومي سلامتيا او تل پاتي امن لپاره ضروري دي ۔ګورنر ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوونكو ادارو قربانۍ د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي، قام د خپلو بهادرو ځوانانو سره ولاړ دے۔ده ووئيل د پاکستان دښمنه عناصرو ناوړه عزائم به چري هم كامياب نشي۔










