كولمبيا كښې زلزله٬  50 زره كسانو ته مرسته وركړې شوه ٬  ملګري ملتونه

  ملګړي ملتونه ۔ 27 اګست(اے پي پي)  د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې وئېلي دي په كولمبيا كښې د 4۔ 7  شدت راغلې زلزلې نه پس  په سختو ځپلو 25 بلدياتي سيمو كښې نزدې 50 زره كسانو ته مرسته وركرې شوې  ده۔ د شنهوا تر مخه   د ملګرو ملتونو د بشري رابطې چارو  دفتر (او سي ايچ اے)  بت وئېلي دي  د حكومت  په هڅو روانې مرستې كښې …

 

ملګړي ملتونه ۔ 27 اګست(اے پي پي)  د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې وئېلي دي په كولمبيا كښې د 4۔ 7  شدت راغلې زلزلې نه پس  په سختو ځپلو 25 بلدياتي سيمو كښې نزدې 50 زره كسانو ته مرسته وركرې شوې  ده۔ د شنهوا تر مخه   د ملګرو ملتونو د بشري رابطې چارو  دفتر (او سي ايچ اے)  بت وئېلي دي  د حكومت  په هڅو روانې مرستې كښې اوبه ٬ د اوبو جمع كولو سامان ٬  د عارضي صفائي سهوليات او د وړو لويو د صحت  كټس شامل دي۔ د روغتيا په څانكه كښې   طبي خدمات ٬ د نارغتيو  د نګرانۍ او طبي مراكز ته د برېښنا وركړه هم باوري كولې شي  ۔د چاواكو تر مخه  د زلزلې څخه 3 لاكه 25 زره  كسان ځپلې شوي  او 331 كسان مړه  ٬ 4 زره 439 ژوبل او 240 بې دركه دي۔  د 31 زره نه زيات كورونه تباه شوي او 378 مركزونو  او 3 زره 758 سكولونو ته زيان رسېدلے دے ٬ د كومو له امله چې   د 4 لاكهه نه د زياتو ماشومانو او ځوانانو تعليم متاثره شوے دے۔ د او سي ايچ ار تر مخه   د كولمبيا لپاره 62 كروړه ډالره د مرستې  او بحالۍ منصوبې لپاره  تر اوسه  يوازې 47 فيصد فنډ وركړے شوے دے۔