د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د عيد ميلاد النبي(ص) په مباركه موقع ټولې اسلامي نړۍ٬په خاص توګه پاكستانيانو ته مباركي

  پېښور 25 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د عيد ميلاد النبي(ص) په مباركه موقع ټولې اسلامي نړۍ٬په خاص توګه پاكستانيانو له مباركي وركولو سره وئېلي دي د حضرت محمد رسول الله خاتم النبين(ص)ولادت باسعادت نه يوازې عالم اسلام بلكې ټول انسانيت لپاره د رحمت و سعادت سبب دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ميډيا ته جاري شوي بيان كښې كړې۔وزيراعلٰی ووئيل  د حضرت محمد(ص) پاك سيرت …

 

پېښور 25 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د عيد ميلاد النبي(ص) په مباركه موقع ټولې اسلامي نړۍ٬په خاص توګه پاكستانيانو له مباركي وركولو سره وئېلي دي د حضرت محمد رسول الله خاتم النبين(ص)ولادت باسعادت نه يوازې عالم اسلام بلكې ټول انسانيت لپاره د رحمت و سعادت سبب دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ميډيا ته جاري شوي بيان كښې كړې۔وزيراعلٰی ووئيل  د حضرت محمد(ص) پاك سيرت او آفاقي تعليمات ټول انسانيت لپاره د رهنمائۍ كامله سرچشمه ده او حضرت محمد(ص) سره محبت د ايمان بنيادي تقاضا ده ٬ ده ووئېل  د حضرت محمد(ص)اسوه حسنه دنيا او په آخرت كښې د كاميابۍ لارې پرانستلو لپاره د مشال حېثيت لري ۔د عيد ميلادالنبي(ص) په مناسبت سره خپل پیغام كښې وزيراعلٰی ووئېل رحمت للعالمين (ص) د انسانيت د تكريم٬بخښنې٬عدل و انصاف٬مساوات او د  ظلم  د خاتمې درس وركړے۔خطبه حجته الوداع د بشري حقونو ٬مساوات او د انسانيت د تكريم يو داسې جامع منشور دے چې تر پاتې نړۍ ټول انسانيت لپاره د لارښودنې سرچينه به وي۔ حضرت محمد(ص) د رنګ٬نسل٬نسب او د حيثيت امتياز ختمولو سره انساني وقار او يو برابر حقونه د ټولنېز ژوند بنياد ګرځولے۔وزيراعلٰی ووئيل د عيد ميلاالنبي(ص)په دې بركت لرونكې موقع د مسلمان په حېث مونږ له د دې عزم پخلے پكار دے چې مونږ به د اسوه حسنه(ص)په رڼا كښې د خپل كردار او عمل په اصلاح كولو پاكستان كښې  د ظلم او جبر خاتمې٬ د عدل و انصاف ودې٬ د قانون بر لاسي او يو حقيقي اسلامي فلاحي ټولنې جوړولو لپاره خپل بشپړ كردار ادا كوو

مزید خبریں