كوئټه 25 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د عيد ميلاد النبي(ص) په بركت لرونكې موقع ټول قام او په خاص توګه د بلوچستان اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي د نبي كريم حضرت محمد مصطفٰی(ص)ولادت باسعادت د ټول انسانيت لپاره د لوي څښتن عظيم نعمت دے۔د محمد(ص) پاك سيرت زمونږ لپاره د مينې٬اخوت٬برداشت٬عدل٬مساوات٬روادارۍ او د انسانيت د خذمت كامله نمونه ده۔په خپل پیغام …
د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د عيد ميلاد النبي(ص) په بركت لرونكې موقع قام او په خاص توګه د بلوچستان اولس له مباركي وركړه

مزید خبریں
كوئټه 25 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د عيد ميلاد النبي(ص) په بركت لرونكې موقع ټول قام او په خاص توګه د بلوچستان اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي د نبي كريم حضرت محمد مصطفٰی(ص)ولادت باسعادت د ټول انسانيت لپاره د لوي څښتن عظيم نعمت دے۔د محمد(ص) پاك سيرت زمونږ لپاره د مينې٬اخوت٬برداشت٬عدل٬مساوات٬روادارۍ او د انسانيت د خذمت كامله نمونه ده۔په خپل پیغام كښې د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل عيد ميلاد النبي(ص)مونږ ته د دې عظيمې هستۍ په تعليمات د عمل كولو يادګېرنه كوي چا چې انسانيت د جهالت٬ظلم او ناانصافۍ د تيرو نه په ويستلو علم٬عدل او د اخوت رڼا سره مخ كړو ۔نبي كريم(ص)د ټولنې كمزورو طبقو٬يتيمانانو٬غريبانانو٬ميرمنو او ضرورت مندو حقونو په تحفظ خاص زور راوړے۔مير سرفراز بګتي ووئيل د نبي كريم(ص)حيات مبارك زمونږ لپاره يوه بشپړه د ژوند تېرولو ضابطه ده ۔حضور پاك(ص) عدل و انصاف٬ديانت داري٬امانت٬مساوات او شريك احترام د ټولنې بنياد كړے ۔وزيراعلٰی ووئيل پاكستان يو اسلامي جمهوري رياست دے او زمونږ قامي شناخت د اسلام امن٬سلامتيا٬ورورولۍ او انسانيت سره د مينې تعليمات سره تړلے دے۔مير سرفراز بګټي ووئيل د بلوچستان حكومت د اولس خېرښېګړی٬امن و امان٬تعليم٬صحت او معاشي پرمختګ لپاره اقدامات كوي۔مير سرفراز بګټي دعا وكړه چې لوي څښتن دې د نبي كريم حضرت محمد مصطفٰی(ص)په پاك سيرت د عمل كولو توفيق راكړې٬پاكستان ته امن او استحكام او بلوچستان ته پرمختګ او خوشحالۍ وركړې٬هېواد او قام د هر ډول ستونزو څخه محفوظ اوساتې او په ټوله اسلامي نړۍ خپل رحمتونه نازل كړې










