بيجنګ ۔ 25 اګست (اے پي پي) چين وئېلي دي امريكا بايد د خود مختاره رياستونه د خپلو شراكت دارو ټاكلو ته پرېږدي او مداخلت پكښې بند كړي۔ د سي جي ټي اين تر مخه دا خبره د چين خارجه وزارت وياند لين جيان تېره ورځ خبرې كنفرنس ته وكړه ۔ هغه ووئېل په اوسنو كښې ځېنې امريكائي چارواكو په سوشل مېډيا بې بنسټه ادعا كړې وه چې د …
امريكا بايد خود مختاره رياستونه د خپلو شراكتدارو ټاكنې ته پرېږدي ٬ مداخلت بند كړي٬ چين
بيجنګ ۔ 25 اګست (اے پي پي) چين وئېلي دي امريكا بايد د خود مختاره رياستونه د خپلو شراكت دارو ټاكلو ته پرېږدي او مداخلت پكښې بند كړي۔ د سي جي ټي اين تر مخه دا خبره د چين خارجه وزارت وياند لين جيان تېره ورځ خبرې كنفرنس ته وكړه ۔ هغه ووئېل په اوسنو كښې ځېنې امريكائي چارواكو په سوشل مېډيا بې بنسټه ادعا كړې وه چې د چين ټېكنالوجي كمپنيو لخوا د اعلې خطر لرونكې تېكنالوجيز څخه د څارنې ٬ سائبر بريدونو او د نېټ ورك د بندېدو خطرې رامخې ته دي او هغوي په امرېكائي شراكت دارو زور راوړے چې سمدستي د باور وړ سپلائرز ټاكنه وكړي۔ په دې اړه د چين خارجه وزارت وياند ووئېل د امريكائي چارواكو دا بيانونه د ځان نه جوړ دي او حقائق ګد وډ وړاندې كوي كوم چې بيخي په تكنيكي غنډه ګردۍ او يو اړخيزه جبر اډاڼه دي۔ چين د داسې بيانونو شديد مخالفت كوي۔ وياند ووئېل چين په امريكا زور راوړي چې هغه سياسي جوړ توړ بند كړي ٬ د خود مختاره رياستونو د شراكت دارو په خپلواكه ټاكنه كښې مداخلت نه دده وكړي او نور داسې قدامات وكړي كوم چې د لاطينۍ امرېكې او د كېر ېبېن منطقې لپاره د خوشحالۍ او استحكام لپاره ساز ګار ماحول وركړي۔











