انډونېزيا٬ ملېزيا  او سنګا پور د آبنائے ملاكا پرانستي ساتلو لپاره د خپل لوظ  پخلے

  جكارته۔ 25 اګست (اے پي پي)  اندونېزيا٬ ملېزيا  او سنګا پور  د نهې په ورځ د آبنائے ملاكا او سنګاپور SOMS) ( د خپلواكه  او خوندي نړيوالې  بحري لارې په حېث د برقراره ساتلو د عزم پخلے كړے دے ۔ د شنهوا تر مخه سنګاپور  كښې د تابيا 17 م مرستې  فورم په مهال  درېو واړو ساحلي هېوادونو د آبنائے ملاكا او سنګا پور په حېث د بحري جهاز …

 

جكارته۔ 25 اګست (اے پي پي)  اندونېزيا٬ ملېزيا  او سنګا پور  د نهې په ورځ د آبنائے ملاكا او سنګاپور SOMS) ( د خپلواكه  او خوندي نړيوالې  بحري لارې په حېث د برقراره ساتلو د عزم پخلے كړے دے ۔ د شنهوا تر مخه سنګاپور  كښې د تابيا 17 م مرستې  فورم په مهال  درېو واړو ساحلي هېوادونو د آبنائے ملاكا او سنګا پور په حېث د بحري جهاز رانۍ لپاره د كارېدونكې  آبنائے  په توګه  د برقراره ساتلو  تصديق  وكړو۔ د شريكې اعلاميې تر مخه  بحري بېړو ته د تېرېدو حق(حق عبوري تېرېدو) تر لاسه دے ٬ لكه څنګه چې  د 1982 د ملګرو ملتونو د سمندري قانون په كنوشن كښې درج دي  او په نړيوال عرفي قانون كښې هم تسليمولې شي۔  د انډونېزيا ډائرېكټورېټ جنرل آف سي ټرانسپورټېشن ٬ د ملېزيا ميرين ډېپارټمنټ او د سنګاپور  ميري ټائم اېنډ پورټ اتهارټي ووئېل دريو واړو هېوادونو   اصولي او په عملي توګه  د بحري جهاز رانۍ حقونو   او د آزادۍ د احترام په اهميت زور راوړے دے ۔