رياض۔ 25 اګست(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د فرانس صدر ايمانوئل مېكرون په شتوالي كښې د سعودي عرب او فرانس تر ېمنځه په څو لوظ نامو او په مفاهمتي ياداښتونو لاس ليك وكړے شول٬ د دغه ياداښتونو او لوظ نامو مقصد د دواړو هېوادونو تر مينځه د مرستې څانګو ته پراختيا وركولو او سټرېټجك همكاري لا مضبوطول دي۔ د العربيه تر مخه …
د سعودي عرب او فرانس دفاع ٬ كلتور ٬ سېلګرۍ او د سرمايه كارۍ په اړه سټرېتېجك همكارۍ زياتولو لپاره لوظ
رياض۔ 25 اګست(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د فرانس صدر ايمانوئل مېكرون په شتوالي كښې د سعودي عرب او فرانس تر ېمنځه په څو لوظ نامو او په مفاهمتي ياداښتونو لاس ليك وكړے شول٬ د دغه ياداښتونو او لوظ نامو مقصد د دواړو هېوادونو تر مينځه د مرستې څانګو ته پراختيا وركولو او سټرېټجك همكاري لا مضبوطول دي۔ د العربيه تر مخه په دې كښې دفاعي مرسته٬ مصنوعي ځېركتيا او د سياحتي سرمايه كارۍ بشمول ګڼو مهمو څانګو كښې لوظ نامې او مفاهمتي ياداښتونه شامل دي ۔ دغسې د كلتور ٬ماحوليات ٬ سېلګرۍ ٬ انساني ٬ اقتصادي او پرمختګ څانګو كښې د مرستې يوه جامع لوظ نامه هم وكړې شوه ۔ د فرانس او سعودي عرب تر مينځه په العلا ضلع كښې د پرمختګ په اړه د مرستې يوه لوظ نامه هم وكړې شوه ٬ دې سره سره د القديه كمپنۍ په مشرتابه كښې فرانس كښې د سېل سپاټې ځائے له د ترقۍ موقعو لټولو لپاره په يو مفاهمتي ياداښت هم لاس ليك وشو۔ دا لوظنامې د سعودي او فرانس اړيكو د پېشرفت او د ګڼو سټرېټجك ٬ اقتصادي او پرمختيائي څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو او همكاري نوي افق ته د رسولو د عزم عكاسي كوي۔










