د بلوچستان ريونيو اتهارټي د صوبې په معاشي سباؤن كښې  د كليدي كردار ادا كولو صلاحيت لري۔وزيراعلٰی

  كوئټه 25 اګست(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي وئېلي دي د بلوچستان ريونيو اتهارټي د صوبې په معاشي سباؤن كښې  د كليدي كردار ادا كولو صلاحيت لري۔ده بلوچستان ريونيو اتهارټي كښې د لوړو زده كړو كمېشن د لارې تعينات شوو 19 افسرانو له د تقررۍ خطونو وركولو دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعلٰی افسرانو ته مباركي وركولو سره هغوزي ته  په محنت٬ديانت دارۍ او رياست سره د  غېر مشروط …

 

كوئټه 25 اګست(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي وئېلي دي د بلوچستان ريونيو اتهارټي د صوبې په معاشي سباؤن كښې  د كليدي كردار ادا كولو صلاحيت لري۔ده بلوچستان ريونيو اتهارټي كښې د لوړو زده كړو كمېشن د لارې تعينات شوو 19 افسرانو له د تقررۍ خطونو وركولو دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعلٰی افسرانو ته مباركي وركولو سره هغوزي ته  په محنت٬ديانت دارۍ او رياست سره د  غېر مشروط وفادارۍ تر مخه د خپلو ذمه وارو ادا كولو هدايت وكړو ۔ده ووئيل د بلوچستان ريونيو اتهارټي د صوبې معاشي سباؤن كښې  د كليدي كردار ادا كولو صلاحيت لري۔د صوبې وسائلو يوه لويه برخه په غېر پرمختيائي اخراجات خرڅ كيږي ٬ د دې له امله د عام بلوچستاني خېرښېګړې لپاره وسائل محدود دي ۔ده ووئيل د بلوچستان ريونيو اتهارټي څخه هيله ده چې دا به د صوبې ريويونيو كښې زياتوالي كولو سره لږ تر لږه غېر د پرمختيائي خرڅونو بار كمولو لپاره ښه وسائل پېدا كړي۔وزيراعلٰی ووئيل د تعليم محكمه كښې د 14 زرو 500 څخه زيات استاذان په ميرټ بهتري شوي او بلوچستان ريونيو اتهارټي كښې د افسرانو اوسنۍ تعيناتي د دې پالېسۍ عملي تسلسل دے۔ده ووئيل  د بلوچستان ريونيو اتهارټي كښې د ميرټ اندازه د دې خبرې څخه لګېدې شي چې د ډيره بګتي ضلعې څخه كوم هم كانديد كامياب شوے نه دے۔ د بهرتۍ په ټول عمل كښې په كوم هم ايګزيكټو آفس كوم فشار نه دې اچولے شوے او تقررۍ  بيخي په مېرټ شوي دي۔

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں