ملګري ملتونه 25 اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې په روس او يوکرين روان جنګ كښې په وګړو د ډرون او توغندو بريدونو په پرله پسې زياتوالي په سمدستي توګه او مكمل جنګ بندۍ له په دوارو ډلو زور راوړے دے چې د سفارت کارۍ لار خپله كړي او سيمه كښې امن و استحکام لپاره خبرې بيا پيل كړي۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د …
روس، يوکرين بايد د سفارت کارۍ لار خپله كړي ،سيمه كښې امن و استحکام لپاره دې خبرې بيا پيل كړي۔پاکستان
ملګري ملتونه 25 اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې په روس او يوکرين روان جنګ كښې په وګړو د ډرون او توغندو بريدونو په پرله پسې زياتوالي په سمدستي توګه او مكمل جنګ بندۍ له په دوارو ډلو زور راوړے دے چې د سفارت کارۍ لار خپله كړي او سيمه كښې امن و استحکام لپاره خبرې بيا پيل كړي۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تيره ورځ د يوکرين په ناوړه شوي صورتحال د سلامتي کونسل په غونډه كښې بحث کښې وكړه۔ده ووئيل پاکستان د ډلو د اړخه په بيلو محاذونو بريدونو زياتولو،د هغې په شدت زياتولو د اندیښنې څرګندونه كړې ځكه چې دې سره به ځپلو سيمو كښې د وګړو ژوند او روزګار ته زيان ورسيږي۔ده 15 كسيزه سلامتي کونسل ته ووئيل د توان او خوراك وركولو د مهمې بنيادي ډھانچې د نخښه كولو په اطلاعات هم اندېښنه لرو۔دې ډول بريدونو سره په نړيواله كچه د وړاندې نه د کمزورې غذائي او توان سلامتيا به لا وځپلې شي او د هغې اثرات به د جنګي سيمو څخه بهر په نورو وګړو هم پرېوځي۔دا غونډه د سلامتي کونسل 5 اروپائي غړو ډنمارك، فرانس، يونان، لټويا او برتانيه په درخواست رابللې شوې ده۔










