پېرس۔ 25 اګست (اے پي پي) د فرانس په سوئېلې سيمه آډے كښې د سيلۍ او چورلېدونكې جاكړ له امله 26 كسان ژوبل شول او 100 كورونو ته زيان ورسېد۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د كار كاسون سره نزدې پوماس كلي كښې نزدې 100 كورونو ته زيان ورسېد ۔ د پیښې نه پس د 115 نه زيات فائر فائټرز د مرستې كارونو لپاره لېږلې شوي دي۔ …
فرانس ٬ چورلېدونكې جاكړ و سيلۍ كښې په ګېرېدو 26 كسان ژوبل شول ٬ 100 كورونو ته زيان ورسېد
پېرس۔ 25 اګست (اے پي پي) د فرانس په سوئېلې سيمه آډے كښې د سيلۍ او چورلېدونكې جاكړ له امله 26 كسان ژوبل شول او 100 كورونو ته زيان ورسېد۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د كار كاسون سره نزدې پوماس كلي كښې نزدې 100 كورونو ته زيان ورسېد ۔ د پیښې نه پس د 115 نه زيات فائر فائټرز د مرستې كارونو لپاره لېږلې شوي دي۔ د آود حكومت استازي ووئېل د مرستې هلې ځلې روانې دي او د ژوبل شوو حالت اندېښناك ښودلے شوے دے ۔ 5 ژوبل شوي روغتون ته منتقل كړې شوي او د اربن سرچ اېنډ رېسكيو 14 پوهان او يو په تربيت لرونكو سپو مشتمل يونټ هم پوماس كښې د مرستې په كارونو كښې برخه اخلي










