ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ډاکټرز کميټۍ وليدل

  پېښور 24 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د ګل په ورځ د ډاکټر آصف خان په مشرۍ كښې د ضم شوو ضلعو د ډاکټرانو نمائندہ پلاوي وليدل۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په ملاقات كښې د ضم شوو ضلعو ميډيكل زده كوٶنكو ته د ورمخې ته مالي ستونزو پشمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د پلاوي غړو …

 

پېښور 24 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د ګل په ورځ د ډاکټر آصف خان په مشرۍ كښې د ضم شوو ضلعو د ډاکټرانو نمائندہ پلاوي وليدل۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په ملاقات كښې د ضم شوو ضلعو ميډيكل زده كوٶنكو ته د ورمخې ته مالي ستونزو پشمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د پلاوي غړو ګورنر ته ووئيل په كال 2006 كښې د صوبائي حكومت لخوا د ضم شوو ضلعو د ميډيكل زده كوٶنكو لپاره په كلنه توګه 12 زره روپۍ سكالرشپ وركړے كېدو ھغه د ټيوشن فيس او نورو خرڅونو لپاره كافي ٶ خو په تيرو شلو كالو كښې په تعليمي خرڅونو كښې څو چنده زياتوالے راغلے ٬ دا مهال د ميډيكل كلنه فيس يو لك لس زره روپو ته رسېدلے او د سكالرشپ روپۍ اوس هم 12 زره دي چې په سبب ېې زده كوٶنكي او د هغوي كورنۍ ستونزو سره مخ دي، دوي ګورنر څخه غوښتنه وكړه چې د ميډيكل زده كوونكو كلن سكالرشپ دې  زيات كړے شي او په سباون كښې دې د سکالرشپ  په روپو  نظرثانۍ سره دا د ګرانۍ او افراط زر سره تړولو لپاره رسمي تګلاره هم وضع كړې شي۔ پلاوي سره په خبرو كښې ګورنر ووئېل په دې لړ كښې به په صوبائي اسمبلۍ كښې پارلماني لارښود احمد کنډي خپلو ملګرو سره غږ پورته كوي۔ ده ووئيل  د ضم شوو ضلعو د وګړو مسئلو حل كولو ته  ګورنر هاٶس پام لرنه كوي ، دغسې د ځوانانو ډاكټرانو او زده كوٶنكو د مسئلو حل كښې به كومه بې غوري ونه كړې شي