پېښور 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ګل په ورځ د پاکستان پيپلز پارټۍ سنټرل او لوئر کرم صدر رفيع الله خان په مشرۍ كښې پلاوي وليدل۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د پلاوي مشرانو ګورنر ته پګړۍ ورپسر كړه۔ملاقات كښې د پيپلز پارټۍ تنظيمي فعاليت په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او اولسي مسئلو حل كښې د ځائې قيادت …
د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د پيپلز پارټۍ كوزې کرمې صدر رفيع الله خان په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
پېښور 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ګل په ورځ د پاکستان پيپلز پارټۍ سنټرل او لوئر کرم صدر رفيع الله خان په مشرۍ كښې پلاوي وليدل۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د پلاوي مشرانو ګورنر ته پګړۍ ورپسر كړه۔ملاقات كښې د پيپلز پارټۍ تنظيمي فعاليت په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او اولسي مسئلو حل كښې د ځائې قيادت په كردار خبرې وشوې۔ملاقات كښې د وفاقي محکمو په پرمختيائي پروژو هم خبرې وشوې۔پلاوي ګورنر د سنټرل کرم په عمر آباد كلي كښې په 8 زره ابادۍ مشتمل كلي له پولنګ اسټيشن جوړولو او د واپډا مسئلو څخه خبر كړو۔ګورنر اړوندو چارواكو ته د مسئلو حل لپاره د ضروري اقدامات سپارښتنه وكړه۔پلاوي د مسئلو حل او كاركانو له په عزت افزائي د ګورنر مننه وكړه۔










