نوې ډيلې ۔24 اګست(اے پی پی) د هند په لوئيديز ايالت مهاراشټر كښی د سركاري روغتون د نوې زېږېدونكو كوچنيانو په آئي سي يو كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې 3 كوچنيان مړه شول ۔ د شنهوا له مخې پوليس وئيلي دي اور د ګل په سهار د مهاراشټر امراوتي ضلعې وېمنز روغتون په درېم منزل كښې د كوچنيانو په يونټ كښې ولګېد۔ د ابتدائی اطلاع له مخې …
هند ٬ د روغتون په آئي سي يو كښې د اور لګېدو پېښه ٬ درې نوې زېږېدلي كوچنيان مړه شول
نوې ډيلې ۔24 اګست(اے پی پی) د هند په لوئيديز ايالت مهاراشټر كښی د سركاري روغتون د نوې زېږېدونكو كوچنيانو په آئي سي يو كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې 3 كوچنيان مړه شول ۔ د شنهوا له مخې پوليس وئيلي دي اور د ګل په سهار د مهاراشټر امراوتي ضلعې وېمنز روغتون په درېم منزل كښې د كوچنيانو په يونټ كښې ولګېد۔ د ابتدائی اطلاع له مخې اور په وېنټي لېټر كښې د شارټ سركټ له امله لګېدلے ؤ ۔ چارواكو له مخې د اور لګېدو په وخت په يونټ كښې 39 نوې زېږېدلې كوچنيان موجود وو په كومو كښې چې 36 په حفاظت سره نورو روغتونونو ته منتقل كړے شول










