خېبر پښتونخوا پولیس كښې د  اعلیٰ كچې تبادلې او تعیناتۍ، آئي جي خیبر پښتونخوا د 4 پوليس افسرانو  د بدلولو احکامات جاري کړل

  پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي)د خیبر پښتونخوا پولیس كښې د  اعلیٰ كچې تبادلې او  تعیناتۍ وشوې ،  آئي جي خیبر پښتونخوا د  4 پولیس افسرانو د تقرر و تبادلو احکامات جاري كړل  ۔ د آئي جي خیبر پښتونخوا د اړخه جاري نوټیفکیشن  تر مخه  ډاکټر نصیرالدین، پي ایس پي (بي ایس 20) ایډیشنل آئي جي ټریننګ خیبر پښتونخوا تعینات کړے شوے ، هغه د دې نه وړاندې …

 

پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي)د خیبر پښتونخوا پولیس كښې د  اعلیٰ كچې تبادلې او  تعیناتۍ وشوې ،  آئي جي خیبر پښتونخوا د  4 پولیس افسرانو د تقرر و تبادلو احکامات جاري كړل  ۔ د آئي جي خیبر پښتونخوا د اړخه جاري نوټیفکیشن  تر مخه  ډاکټر نصیرالدین، پي ایس پي (بي ایس 20) ایډیشنل آئي جي ټریننګ خیبر پښتونخوا تعینات کړے شوے ، هغه د دې نه وړاندې سي پي او پیښور كښې  پوسټګ  ته منتظر  ؤ  ۔  د نوټیفکیشن  تر مخه  نثار احمد خان، پي ایس پي (بي ایس 20) د ایډیشنل آئي جي ټریننګ خیبر پښتونخوا د عهدې نه  په بدلولو ډي جي کوآرډینیشن یونټ فار امپلي مینټیشن آف لا اینډ آرډر انیشی ایټوز اِن کے پي پولیس  لګولے شوے دے  ۔ دغسې مسټر عبدالغفور آفریدي ، پي ایس پي (بي ایس 20)  ریجنل پولیس آفیسر بنوں ریجن لګولے شوے ۔ هغه د دې نه وړاندې د اسټیبلشمنټ ډویژن اسلام آباد  اړوند نوټیفکیشن  تر مخه د  تعیناتۍ منتظر  ؤ  ۔د نوټیفکیشن تر مخه مسټر رب نواز خان، پي ایس پي (بي ایس 19)، چا چې د ریجنل پولیس آفیسر بنوں ریجن  په حېث  خدمات تر سره كول اوس ډي آئي جي انویسټي ګیشن خیبر پښتونخوا  لګولے شوے دے۔د آئي جي خیبر پښتونخوا پولیس د جاري احکامات اتر مخه  ټولې تبادلې او تعیناتۍ به په سمدستي توګه نافذ العمل  وي ۔