د خېبر پښتونخوا وزیراعلی  په مشرۍ كښې غونډه ، د سرکاري چارواكو و كارمندانو خلاف  په روانو احتسابي کارروائیو  بریفنګ  واغستلے شو

  پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د سرکاري افسرانو و كارمندانو  خلاف  د روانو احتسابي کارروائیو په اړه تفصیلي بریفنګ واغستلے شو ۔  غونډې ته ووئېل شول د اکتوبر 2025  نه تر اوسه  د سرکاري ملازمانو خلاف په مجموعي توګه 827 کیسز رامخې ته شول ، چې پكښې د  629 کیسز فیصلې شوي دي   او په 198 کیسز کارروائي …

 

پیښور ۔ 24 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي په مشرۍ كښې د سرکاري افسرانو و كارمندانو  خلاف  د روانو احتسابي کارروائیو په اړه تفصیلي بریفنګ واغستلے شو ۔  غونډې ته ووئېل شول د اکتوبر 2025  نه تر اوسه  د سرکاري ملازمانو خلاف په مجموعي توګه 827 کیسز رامخې ته شول ، چې پكښې د  629 کیسز فیصلې شوي دي   او په 198 کیسز کارروائي روانه ده ۔د سي ایم سیکرټریټ نه جاري بيان تر مخه  په فیصله شوو 629 کیسز كښې  589  چارواكو و اهلکارو ته سزاګانې وركړې شوي او 40  بري كړے شوي دي۔ د احتسابي کارروائیو په  نتیجه كښې 128 ملازمان د سروس نه  فارغ، 18 ډسمس فرام سروس او  6  په جبري توګه  ریټائرډ كړے شوي ۔ دغسې د  2 ملازمانو تنزلې شوي ،  يو ګرفتار كړے شوے ، د 89  د تنخواګانو  نه ریکورې  شوي او  د 39 ترقي ايساره كړې شوې ده ۔ ېريفنګ كښې ووئېل شول 16 ملازمانو ته چارج شیټ وركړے شوے ، د 14 تنخواګانې كمې شوي او  10 معطل کړے شوي ، په دې مهال  155 ملازمینو ته وارننګ جاري كړے شوے ۔ د بریفنګ تر مخه د سرکاري ملازمینو  خلاف کارروائیو كښې غیر مجاز غیر حاضري تر ټولو لوي جرم رامخې ته شو ، د كومو چې 447 کیسز رپورټ  شوي كوم چې د جموعي  کیسز نزدې 54 فیصد جوړېږي