پېښور ۔ 24 اګست (اے پی پی) د بنو سټي تھاڼې د حد دننه منډان ګېټ ته نزدې د نامعلومه ترهګرو لخوا د بارودي توكي اوړونكي موټر سائيكل ښار ته د ننوتو په اطلاع د سټي تھاڼې پوليس او بم ډسپوزل اسکواډ فوري كارروائي كولو سره مشكوك موټر سائيكل خپله ولقه كښې واغست۔ د بنو پوليس وياند له مخې بم ډسپوزل سكواډ پېشه ور مهارت او زيات احتياط سره …
د بنو پوليس په وخت كارروائي ٬ د ترھګرۍ لويه منصوبه ناكامه كړې شوه
پېښور ۔ 24 اګست (اے پی پی) د بنو سټي تھاڼې د حد دننه منډان ګېټ ته نزدې د نامعلومه ترهګرو لخوا د بارودي توكي اوړونكي موټر سائيكل ښار ته د ننوتو په اطلاع د سټي تھاڼې پوليس او بم ډسپوزل اسکواډ فوري كارروائي كولو سره مشكوك موټر سائيكل خپله ولقه كښې واغست۔ د بنو پوليس وياند له مخې بم ډسپوزل سكواډ پېشه ور مهارت او زيات احتياط سره په موټر سائيكل كښې نصب كړې شوې ریموټ کنټرول آئی ای ډی كاميابۍ سره شند كړو۔ په ابتدائي توګه په آئي اي ډي كښې نزدې 7 څخه تر 8 كلوګرام بارودي توكو انكشاف وشو كوم چې په وخت شنډ كولو سره ښار لويې مالي او ځاني تباهۍ څخه وساتلې شو۔ ډی پی او بنو کېپټن (ر) اېم فرقان بلال د بي ډی اېس ډلې د سټي تھاڼې پوليس فوري او پېشه وره كارروائي ستائلو سره ووئيل پوليس ځوانانو د پېشه ور مهارت څرګندونه كولو سره د ترهګرۍ لويه منصوبه ناكامه كړه۔ ده ووئيل بنو پوليس به د اولس د ځان او مال تحفظ او امن په ځائې كولو له خپل ټول صلاحيتونه كاروي











