اولسي مسئلې حل كولو او وروستو پاتې سيمو ته بنيادي آسانۍ رسولو ته پاملرنه كولې شي: فېصل كريم كنډي

  اسلام آباد۔24 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي اولسي مسئلې حل كولو او وروستو پاتې سيمو بنيادي آسانۍ رسولو پلو تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كېږي ، د  اړوند ادارو په مرسته به اولس ته د پېښو مسئلو لرې كولو لپاره به   هر ممكن ګامونه اغستلې شي ۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې فېصل كريم كنډي …

 

اسلام آباد۔24 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي اولسي مسئلې حل كولو او وروستو پاتې سيمو بنيادي آسانۍ رسولو پلو تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كېږي ، د  اړوند ادارو په مرسته به اولس ته د پېښو مسئلو لرې كولو لپاره به   هر ممكن ګامونه اغستلې شي ۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې فېصل كريم كنډي دا خبره د پهاړ پور او کهړې خېسور سیاسي او سماجي شخصيت ماسټر احمد حسېن زمانوخېل په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ پلاوي  اټامك انرجي سي فائيو پراجېكټ كښې خېبر پښتونخوا څخه  تعلق لرونكو مزدورانو ته د پیښو مسئلو حل لپاره په كردار ترسره كولو او اړوندو چارواكو سره د معاملې په پورته كولو د ګورنر مننه وكړه۔ د ګورنر وېنا وه چې د اولسي مسئلو حل او وروستو پاتې سيمو بنيادي آسانيو ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي۔ په ملاقات كښې سيمې ته په پېښو پرمختيائي او اولسي مسئلو او روانو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ماسټر احمد حسېن زمانوخېل په سي آر بي سي د پلونو د جوړولو او بحالۍ په اړه واپډا چارواكو ته په هدايات جاري كولو د ګورنر مننه وكړه۔ ده د ګهړی خېسور، اېډوال پهاړی روډ د رغونې مسئله هم ګورنر ته وړاندې كړه او د سيمې اولس ته د پېښو مسئلو حل لپاره يۍ د عملي ګامونو پورته كولو خواست وكړو