د نیوزي لینډ  حكومت د 16  كالو نه كم عمره ماشومانو  لپاره د  سوشل میډیا په كارولو  د بندېز بل وړاندې كوي  ،د وزیراعظم اعلان

ولنګټن۔24اګست  (اے پي پي)د نیوزي لینډ وزیرِاعظم کرسټوفر لکسن وئېلي دي  زمونږ ګوند پارلیمان كښې يو بل به وړاندې كوي د كوم تر مخه به چې  د  16  كالو نه كم عمره ماشومانو لپاره  د سوشل میډیا  په كارولو  بندېز لګولے شي  او   د  خلاف ورزۍ کوونكې سوشل میډیا پلیټ فارمز  باندې به د هغوي په  نړيوال آمدن  10 فیصده جرمانه لګولې شي ۔   د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز …

ولنګټن۔24اګست  (اے پي پي)د نیوزي لینډ وزیرِاعظم کرسټوفر لکسن وئېلي دي  زمونږ ګوند پارلیمان كښې يو بل به وړاندې كوي د كوم تر مخه به چې  د  16  كالو نه كم عمره ماشومانو لپاره  د سوشل میډیا  په كارولو  بندېز لګولے شي  او   د  خلاف ورزۍ کوونكې سوشل میډیا پلیټ فارمز  باندې به د هغوي په  نړيوال آمدن  10 فیصده جرمانه لګولې شي ۔   د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز  تر مخه دا خبره   هغه د ګل په ورځ  په يو بیان كښې وكړه ۔ هغه ووئېل  د مجوزہ قانون  تر مخه د سوشل میډیا پلیټ فارمز له به د صارفینو د عمر تصدیق  لپاره مناسب اقدامات كول وي ۔ دې مقصد  لپاره  د موجودہ اکاونټ معلومات، د څېرې پېژنګلي كونكې ټیکنالوجي او   ډیجیټل شناختي دستاویزات استعمالېدے شي ۔  ده ووئېل نیوزي  د يو ټول  نسل  ماشومانو ته  رسېدونكے زيان نظر انداز كولې نشي ۔   د سوشل میډیا  څخه  ماشومان د زيان رسونكو موادو ، عادت وركونكې ټیکنالوجۍ او د داسې فشار سره مخ دي  د كومو مقابلې لپاره چې هغوي چمتو نه دي  او  د دغې  اثرات د هغوي په كورني ژوند ، ذهني روغتيا،  خوب او  په تعلیم پريوځي۔  هغه دا خبره  تسلیم کړه  چې په يادو بندېزونو مکمل عمل درآمد به آسان نه وي ۔  ده ووئېل هر ماشوم  د سوشل میډیا  نه لرې ساتل به ممكن نه وي  او څه ماشومان به د بندېز نه بچ كېدو لپاره نوې لارې ولټوي خو دا مسئله دومره مهمه ده  چې هڅه خو ورله ضروري پكار ده ۔ دا واضحه نه ده  چې د بل پارلیمان نه منظورولو لپاره به  پكار ملاتړ تر لاسه وي يا نه ۔ واضحه دې وي   په تېر دسمبر كښې  آسټریلیا د نړۍ وړومبے هېواد ؤ  چا چې د  16  كالو نه د كم عمره  ماشومانو  لپاره په  سوشل میډیا  بنېدز لګولے ؤ   چې پكښې ټك ټاك ٬ انسټاګرام ٬ فېس بك  او نور شامل وو ۔