کیمرون، د بس او ټرک تر مينځه  ټكر كښې  7 كسان مړه ٬ 10 ژوبل

یوآنډے۔24اګست(اے پي پي) د مينځنۍ افریقې  په کیمرون هېواد كښې د بس او ټرک  په ټكر كښې   7 كسان مړه او  10  ژوبل شول  ۔ د شنهوا ترمخه د سناګا۔ میري ټائم ټرانسپورټ ډویژنل  استازي ایسټر اینګو یمبا  وئېلي دي  دا پیښه تېره ورځ د لټورال ریجن  د  سناګا-میري ټائم ډویژن  په سیکوم  سيمه كښې  رامخې ته شوه چرته چې  د هېواد تجارتي پايه تخت  موجود دے ۔  بس كښې …

یوآنډے۔24اګست(اے پي پي) د مينځنۍ افریقې  په کیمرون هېواد كښې د بس او ټرک  په ټكر كښې   7 كسان مړه او  10  ژوبل شول  ۔ د شنهوا ترمخه د سناګا۔ میري ټائم ټرانسپورټ ډویژنل  استازي ایسټر اینګو یمبا  وئېلي دي  دا پیښه تېره ورځ د لټورال ریجن  د  سناګا-میري ټائم ډویژن  په سیکوم  سيمه كښې  رامخې ته شوه چرته چې  د هېواد تجارتي پايه تخت  موجود دے ۔  بس كښې د دوالا يوه چم استوګن سواره وو، كوم چې د يو كس  په وروستو رسومات كښې د ګدون نه پس بېرته روان وو ۔  د سرکاري میډیا کیمرون ټریبیون تر مخه د بس ډرائیور د سفر په مهال اوده شوے ؤ  د كوم له امله  چې بس مخالف لین ته لاړو او د راروان ټرک سره ټکر شو ۔