پېښور ۔ 23 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د مهمند ضلعې په امبار تحصيل كښې په ډب چوك پوليس پوسته لاسي بمي بريد غندلو سره د 5 پوليس اهلكار په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ ګورنر د ژوبل شوو پوليس اهلكارو د زر روغتيا دعا كولو سره ووئيل پوليس اهلكارو چې د كومې مړانې څرګندونه وكړه د ستائنې وړ ده۔ د غندنې …
فېصل كريم كنډي امبار كښې په ډب چوك پوليس پوسته لاسي بمي بريد وغندلو
پېښور ۔ 23 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د مهمند ضلعې په امبار تحصيل كښې په ډب چوك پوليس پوسته لاسي بمي بريد غندلو سره د 5 پوليس اهلكار په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ ګورنر د ژوبل شوو پوليس اهلكارو د زر روغتيا دعا كولو سره ووئيل پوليس اهلكارو چې د كومې مړانې څرګندونه وكړه د ستائنې وړ ده۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د خېبر پښتونخوا پوليس ځانګړې قربانۍ وركړې دي او پوليس د خپلو ځانونو پروا كولو پرته د اولس د ځان او مال تحفظ له خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ ګورنر ووئيل دا بزدلانه بريدونه د پوليس حوصلې كمزورې كولې نه شي او د ترهګرۍ تر بشپړه خاتېمې به زمونږ د امنيتي ځواكونو او پوليس عزم او حوصله دنګه وي۔ ده سيمه كښې د پوليس او امنيتي ځواكونو لخوا د سرچ آپرېشن پېل كولو اقدام ستائلو سره وويل د شرخوښې عناصر په ضد كارروايۍ به لا مؤثر كولې شي۔










