لندن۔21اګست (اے پي پي)د برطانيې وزیراعظم اینډي برنهم وئېلي دي هېواد ته په راستنېدو د شهزادہ هیري او د هغه د كو ودانې میګھن مارکل د امنيت خرڅونو مسئله شخصي ده ۔ د اردو نیوز تر مخه تېره ورځ د لوېديز یارکشائر دورې په مهال د شهزادہ هیري او میګھن په دې مياشت كښې برطانیي ته د بېرته راتللو او استوګنې اختیارولو ، امنيتي انتظام او د مصرفونو برداشت …
د شهزادہ هیري او د هغه د كورودانې میګھن مارکل د امنيت خرڅونه شخصي معامله ده ،د برطانيې وزیراعظم
لندن۔21اګست (اے پي پي)د برطانيې وزیراعظم اینډي برنهم وئېلي دي هېواد ته په راستنېدو د شهزادہ هیري او د هغه د كو ودانې میګھن مارکل د امنيت خرڅونو مسئله شخصي ده ۔ د اردو نیوز تر مخه تېره ورځ د لوېديز یارکشائر دورې په مهال د شهزادہ هیري او میګھن په دې مياشت كښې برطانیي ته د بېرته راتللو او استوګنې اختیارولو ، امنيتي انتظام او د مصرفونو برداشت کولو د پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئېل دا شخصي معامله ده ، دا هیري او میګھن معامله ده او مونږ د هغوي نوي ژوند لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوو ، برطانیې ته په راستنېدو د هغوي امنيتي انتظامات په اړه تفصیلات په دولتي كچه نه دي جاري كړې شوي ۔ واضحه دې وي چې د زيارت په شپه شهزادہ هیري او د هغه كور ودانې میګھن مارکل د امریکې نه بېرته برطانیې ته د راتلو خبر رامخې ته شوے ۔دا جوړه په 2020 كښې کیلیفورنیا ته منتقل شوې وه ۔ شهزادہ هیري برطانیه كښې د خپلې او كورنۍ امنيت په اړه داخله وزارت سره يو اوږد قانوني جنګ كړے دے ۔ په كال 2020 كښې د شاهي فرائضو څخه د لاس په سر كېدو نه پس د هغه د سرکاري سکیورټي كچه بدله كړې شوې وه۔










