د وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې  د مال محکمه كښې د اصلاحات  په اړه غونډه

  پیښور ۔ 20 اګست (اے پي پي)د خېبر بښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې  د زيارت په ورځ مال محكمه كښې د اصلاحات  په اړه يوه غونډه وشوه ۔ د وزیراعلیٰ هاوس پیښور وياند تر مخه  غونډه كښې د خیبرپښتونخوا وګړو لپاره  دا  لوي زيرے دے  ، چې د نادرا ای سهولت مراکز  څخه د زمكې د فرد  اجرا  اصولي منظوري وركړې شوه   ۔ غونډه كښې وزیراعلیٰ  …

 

پیښور ۔ 20 اګست (اے پي پي)د خېبر بښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په مشرۍ كښې  د زيارت په ورځ مال محكمه كښې د اصلاحات  په اړه يوه غونډه وشوه ۔ د وزیراعلیٰ هاوس پیښور وياند تر مخه  غونډه كښې د خیبرپښتونخوا وګړو لپاره  دا  لوي زيرے دے  ، چې د نادرا ای سهولت مراکز  څخه د زمكې د فرد  اجرا  اصولي منظوري وركړې شوه   ۔ غونډه كښې وزیراعلیٰ   راروانه  اونۍ كښې د سهولت مركز د پرانستې  امر وكړو ۔ غونډه كښې د اړوند چاواكو د اړخه وزیراعلیٰ ته خاص بریفنګ وركړے شو ۔ د بریفنګ تر مخه  د مال محکمې د سروس ډیلیوري سنټرز  سره اوس د نادرا اي سهولت مراکز  نه به هم  د زمكې  فرد جاري كېدے شي ۔ د بریفنګ تر مخه  د زمكې د فرد سرکاري فیس او  نور سروس چارجز به کیش لیس طريقه باندې ادا کول وي ۔ غونډې ته وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي ووئېل د خیبرپښتونخوا حکومت  اولس ته  د دوي په درشل  سهولیات وركولو  لپاره عملي ګامونه اخلي ۔ده ووئېل د زمكې فرد به اوس د نادرا اي سهولت مراکز څخه هم  جاري كېږي ۔ده ووئېل  د نوي سهولت  سره به د وګرو وخت او  وسائل بچ شي  او  دوي به د سرکاري دفترونو د  غیر ضروري تګ راتګ نه خلاص شي