د پاکستان او ایران د كبډۍ مشترکه تربیتي کیمپ  پیل شو

  اسلام آباد۔20اګست  (اے پي پي)د ایران د كبډۍ قامي ډله د زيارت په ورځ  اسلام آباد ته رارسېدلې چرته چې به هغه د پاکستان د  کبډۍ ډلې د لوبغاړو  سره د کبډۍ تربیتي شريك کیمپ او  د کبډۍ دوستانه میچونو كښې برخه اخلي۔ دا هلې ځلې د جاپان  په آئچي-ناګویا ښار كښې د كېدونكې 20 م ایشین ګیمز 2026 د چمتوالي نيولو برخه ده ۔د تربیتي کیمپ تابيا د …

 

اسلام آباد۔20اګست  (اے پي پي)د ایران د كبډۍ قامي ډله د زيارت په ورځ  اسلام آباد ته رارسېدلې چرته چې به هغه د پاکستان د  کبډۍ ډلې د لوبغاړو  سره د کبډۍ تربیتي شريك کیمپ او  د کبډۍ دوستانه میچونو كښې برخه اخلي۔ دا هلې ځلې د جاپان  په آئچي-ناګویا ښار كښې د كېدونكې 20 م ایشین ګیمز 2026 د چمتوالي نيولو برخه ده ۔د تربیتي کیمپ تابيا د پاکستان کبډي فیډریشن چیئرمین چوهدري شافع حسین او  صدر چوهدري سالک حسین  په لارښونه كښې كېږي ۔  دې کیمپ  څخه به دواړو ډلو ته د ښه چمتوالي نيولو  ، د مقابلې تجربه تر لاسه كېدو اور د لوبو په  میدان كښې د پاکستان او ایران  تر مينځه  د مرستې مضبوطولو موقع  تر لاسه شي ۔ د تربیي کیمپ پېل نن د 20 اګست  د مازيګر نه شوے   او دوستانه میچز  به د 24  نه تر  26 اګست  ماښام 7 بجې حمیدی هال، پاکستان سپورټس کمپلیکس اسلام آباد كښې كېږي