د سږ كال په آخر كښې د شمالي كوريا لارښود سره ملاقات كېدے شي ٬ د امرېكې صدر

  واشنګټڼ۔ 20 اګست (اے پي پي)  د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ  وئېلي دي  زه هيله لرم چې د سږ كال په آخر كښې د شمالي كوريا اعلې لارښود كم جونګ آن سره بيا ملاقات  وكړم۔  د شنهوا تر مخه   دا خبره  ده تېره ورځ  سپينه ماڼۍ كښې  د خبريالانو  د پوښتنې په ځواب كښې  وكړه۔  خبريالانو د امرېكې صدر نه پوښتنه وكړه  چې تاسو سږ كال د شمالي كوريا …

 

واشنګټڼ۔ 20 اګست (اے پي پي)  د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ  وئېلي دي  زه هيله لرم چې د سږ كال په آخر كښې د شمالي كوريا اعلې لارښود كم جونګ آن سره بيا ملاقات  وكړم۔  د شنهوا تر مخه   دا خبره  ده تېره ورځ  سپينه ماڼۍ كښې  د خبريالانو  د پوښتنې په ځواب كښې  وكړه۔  خبريالانو د امرېكې صدر نه پوښتنه وكړه  چې تاسو سږ كال د شمالي كوريا كم جونګ آن سره د ملاقات هيله  لرې  نو هغه ووئېل  ٬ او زه به ملاقات كوم ٬ خو سپېنې مانۍ د دواړو لارښودو  تر مينځه د ملاقات د كومې منصوبې  تصديق نه دې كړے ۔ د امرېكې ورځپاڼې وال سټريټ جرنل د نهې په ورځ خپل راپور كښې وئېلي وو   د امرېكې صدر  په شخصي توګه  د اېشيا راروانې دورې په مهال  د شمالي كوريا لارښود كم جونګ آن سره د نيغ په نيغه ملاقات  انتظام له خبرې  كړې دي۔  دا دوره به په ممكنه توګه په نومبر كښې كېږي۔