د چین  صدر د انډونېزيا   خپل هم منصب سره  د زلزلې په ځاني زيان  د غمرازۍ څرګندونه

  بیجنګ۔18اګست  (اے پي پي) د چین صدر شي جن پھنګ   په انډونېزيا كښې د راغلې  زلزلې  څخه په  ځاني زيان خپل هم منصب پرابوو سوبیانتو  سره د غم رازۍ څرګندونه كړې ده  ۔د  سي جي ټي این  تر مخه  هغه تېره ورځ خپل د غمرازۍ پېغام كښې وئېلي دي ما ته په دې خبر ډېر درد رسېدلے دے  چې په انډونیزيا كښې سخته زلزله راغلې  ده  د كومې په …

 

بیجنګ۔18اګست  (اے پي پي) د چین صدر شي جن پھنګ   په انډونېزيا كښې د راغلې  زلزلې  څخه په  ځاني زيان خپل هم منصب پرابوو سوبیانتو  سره د غم رازۍ څرګندونه كړې ده  ۔د  سي جي ټي این  تر مخه  هغه تېره ورځ خپل د غمرازۍ پېغام كښې وئېلي دي ما ته په دې خبر ډېر درد رسېدلے دے  چې په انډونیزيا كښې سخته زلزله راغلې  ده  د كومې په نتيجه كښې  چې ځاني او مالي زيان شوے دے  ۔هغه ووئېل  زه د  چین حکومت او   اولس لخوا  په ځاني زيان غمرازي او د ځپلو كورنيو  او ژوبل شوو  سره د خواخوږۍ څرګندونه كوم ۔ د چین صدر دا باور ښكاره كړو  چې د انډونیزيا  صدر  پرابوو سوبیانتو    په مشرۍ كښې  حکومت  به د انډونیزيا  اولس د دې قدرتي آفت په زيان قابو موندلو او   زر تر زره خپلو كورونو ته ستنولو او د معمول ژوند بيا بحالولو كښې کامیاب شي۔