اوټاوا۔18اګست (اے پي پي) كاناډا كښې 2 لاکه 10 زره نه زياتو وكړو په يو درخواست لاس ليك كړے دے چې پكښې د امریکې سفیر پیټ ہوئکسټرا د ملک بدر کولو غوښتنه شوې ده ۔د سي جي ټي این تر مخه د کاناډا لانديني ایوانِ په ویب پاڼه د جاري شمېرو تر مخه تر 17 اګست 2 لاکھ 10 زره نه زياتو وګړو درخواست كښې په كاناډا كښې د …
کاناډا كښې 2 لاکه 10 زره وګړو د امریکې سفیر د ملک بدر کولو غوښتنه وكړه
اوټاوا۔18اګست (اے پي پي) كاناډا كښې 2 لاکه 10 زره نه زياتو وكړو په يو درخواست لاس ليك كړے دے چې پكښې د امریکې سفیر پیټ ہوئکسټرا د ملک بدر کولو غوښتنه شوې ده ۔د سي جي ټي این تر مخه د کاناډا لانديني ایوانِ په ویب پاڼه د جاري شمېرو تر مخه تر 17 اګست 2 لاکھ 10 زره نه زياتو وګړو درخواست كښې په كاناډا كښې د امریکې سفیر پیټ ہوئکسټرا د ملک بدر کولو غوښتنه وكړه ۔ درخواست كښې پیټ ہوئکسټرا باندې تور لګولے شوے دے چې هغه څو وارې داسې بیانونه وركړي كوم چې د كاناډا او امریکې اړيكو ته زيان رسوي او كومه چې د كاناډا په داخلي چارو كښې لاس وهنه ده ، چې پكښې د امریکی صدر ډونلډ ټرمپ هغه دړكه وركونكے بیان د ’’معمول‘‘ په توګه وړاندې كول هم شامل دے چې کاناډا دې د امریکې ’’51 م ریاست‘‘ جوړ كړے شي ۔ درخواست كښې د كاناډا حکومت نه غوښتنه شوې ده چې هغه د امریکې سفیر په رسمي توګه نا خوښه شخصیت وګرځوي او ورسره يوه پارلیماني کمیټي جوړه كړي كومه چې د کاناډا په داخلي چارو كښې د امریکی د لاس وهنې پلټنې وكړي ۔ د تجزیه کارو وېنا ده چې دا درخواست د امریکې په اړه د اولسي مرورتيا ډېره واضحه او قوي اشارہ ده۔












