فلپائن، په جونيئر هائي سکول كښې د ډزو پېښه٬ دوه كسان مړه٬ 9 ټپيان

  منيلا 18 اګست (اے پي پي) د فلپائن په سوئيلي زيمبوانګا ښار كښی په جونيئر هائي سکول كښې د ډزو پېښه كښې د  يو مشتبه بريد كونكې پشمول دوه كسان مړه او 9 ټپيان شول ۔ د شنهوا له مخې د زيمبوانګا سټي ميئر خيمر عدن الاسو ووئيل د ډزو پېښه د نهې په ورځ سهار په اته نيمې بجی د جونيئر هائي سکول په کيمپس اتينيو زيمبوانګا يونيورسټۍ …

 

منيلا 18 اګست (اے پي پي) د فلپائن په سوئيلي زيمبوانګا ښار كښی په جونيئر هائي سکول كښې د ډزو پېښه كښې د  يو مشتبه بريد كونكې پشمول دوه كسان مړه او 9 ټپيان شول ۔ د شنهوا له مخې د زيمبوانګا سټي ميئر خيمر عدن الاسو ووئيل د ډزو پېښه د نهې په ورځ سهار په اته نيمې بجی د جونيئر هائي سکول په کيمپس اتينيو زيمبوانګا يونيورسټۍ كښې ھغه مهال رامخې ته شوه كله چې د ګريډ 7 زده كوونكے د ټوپك او د هينډ ګن سره سكول ته داخله شو او په زده كوٶنكو او استاذانو ئې ډزې پېل كړې  او بيا ئې خپله هم ځان  ووژلو۔ د ډزو په نتيجه كښې يو كس مړ او 9 ژوبل شوي۔ ميئر ووئيل د ډزو نه پس سكول بند كړے شوے او مور پلار خپل ماشومان بېرته بوتلي ۔ پوليس د پېښې مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي۔