د سعودي عرب، په قويٰ پليټ فارم  په دريو مياشتو كښې د ملازمت 4 لكه 19 زره لوظنامې

  رياض 18 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب د افرادي قوت وزارت وئيلي دي  قويٰ پليټ فارم سږ كال په تیرو شپږو مياشتو كښې د 30 زره نه زيات خدمات رېكارډ كړې دي۔ د اردو نيوز له مخئ تېره ورځ خپل بيان كښې وزارت ووئيل د سعودي ليبر مارکيټ د ترقۍ وژن 2030 هدفونو له مخئ کاروباري ادارو او كسانو لپاره د ډيجيټل خدمات کارکردګي د لا ښه …

 

رياض 18 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب د افرادي قوت وزارت وئيلي دي  قويٰ پليټ فارم سږ كال په تیرو شپږو مياشتو كښې د 30 زره نه زيات خدمات رېكارډ كړې دي۔ د اردو نيوز له مخئ تېره ورځ خپل بيان كښې وزارت ووئيل د سعودي ليبر مارکيټ د ترقۍ وژن 2030 هدفونو له مخئ کاروباري ادارو او كسانو لپاره د ډيجيټل خدمات کارکردګي د لا ښه کولو لپاره هڅې روانی دي۔ وزارت د  ليبر مارکيټ مضبوطولو او قومي ټيلنټ اختيار منده كولو لړۍ روانه ساتلې ده٬ په دوېمه درې مياشتنۍ موده كښې د سعودي وګړو لپاره د ملازمت 4 لكه 19 زره 381 کنټريکټس ته دستاويزي شکل وركړے شوے او دوه لكه 58 زره 829 نوې سعودي بينيفيشري پليټ فارم سره تړلي شوي دي۔ د يادونې وړ ده د افرادي قوت وزارت لخوا په نجي څانګه كښې د آجر و اجيرچارې ښه كولو لپاره د ملازمت د لوظنامو تصديق د قوي پليټ فارم د لارې د مربوطولو سسټم جاري كړے شوے چې بنيادي مقصد ئې د ډلو د حقونو و فرائضو تحفظ باوري كول دي۔