اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د موسمياتي بدلون وزارت وفاقي سيکرټري اوېس منظور سمرا او د اوبو وسائلو وزارت ايډيشنل سيکرټري مهر علي شاه ليدلی دی۔د ملاقات په مهال د چشمه لفټ کينال منصوبی پشمول د ابو په بيلو منصوبو او صوبی ته د پېښو اوبو په مسئلو د خيالاتو څركندونه وشوه۔۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس د …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د موسمياتي بدلون وزارت وفاقي سيکرټري او د اوبو وسائلو ايډيشنل سيکرټري وليدل
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د موسمياتي بدلون وزارت وفاقي سيکرټري اوېس منظور سمرا او د اوبو وسائلو وزارت ايډيشنل سيکرټري مهر علي شاه ليدلی دی۔د ملاقات په مهال د چشمه لفټ کينال منصوبی پشمول د ابو په بيلو منصوبو او صوبی ته د پېښو اوبو په مسئلو د خيالاتو څركندونه وشوه۔۔د ګل په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې ګورنر فيصل کريم کنډي په دې موقع ووئيل چشمه لفټ کينال منصوبه د خېبرپښتونخوا اولس پخوانۍ غوښتنه ده او بايد په دې منصوبه زر تر زره كار پيل كړې شي۔ده ووئيل دا منصوبه يواځې د خېبرپښتونخوا نه بلكه د ټول هېواد معاشي او زرعي پرمختګ لپاره اهميت لري۔ملاقات كښې د کچھي کينال په منصوبه هم د خيالاتو څركندونه وشوه او د هېواد د اوبو وسائل په ښه استعمال، د اوبو په تحفظ او د سباؤن په چيلنجونو د قابو موندلو بيلو تجويزونو جاج واخستلے شو۔په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل انډس واټر په اړه د پېښور په ګورنر هاؤس كښې به يوه مهمه غونډه كولې شي چې پكښې به د اوبو وسائلو څانګي سره تعلق لرونكو پوهان،د اړوندو ادارو نمائندګان او نور سټيك هولډرز رابللې شي دغسې چې د اوبو په مسئلو او د هغې كوټلي حل په اړه مشاورت وكړې شي











