پېښور 17 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د بلوچستان په زيارت او هرنائي سيمو كښې په كامياب اپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې ګورنر ووئيل په زيارت او هرنائي كښې د سکيورټي فورسز په كامياب عملياتو كښې څلور ترهګر وژلې شوې ٬ د ترهګرۍ خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ د نه هېرېدو دي۔ ده ووئيل …
ګورنر فيصل كريم كنډي په بلوچستان كښې په كامياب اپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې
پېښور 17 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د بلوچستان په زيارت او هرنائي سيمو كښې په كامياب اپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې ګورنر ووئيل په زيارت او هرنائي كښې د سکيورټي فورسز په كامياب عملياتو كښې څلور ترهګر وژلې شوې ٬ د ترهګرۍ خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ د نه هېرېدو دي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے ۔ ده ووئيل په هېواد كښې د امن و استحکام لپاره د ترهګرۍ بشپړه خاتمه ضروري ده۔










