امريکا دې په کابل كښې سفارت خانه بيا پرانيزي،هېواد كښې دې سرمايه کاري وكړي،د افغانستان خارجه وزير، د امريکې وياند د شريكو اړيكو بحالولو امکان  مسترد  كړو

  کابل 16 اګست (اے پي پي) د افغانستان طالبان رجيم خارجه وزير امير خان متقي د امريکې څخه غوښتنه وكړه چې په ك ابل كښې خپله سفارت خانه بيا پرانيزي او هېواد كښې سرمايه کاري وكړي۔په کابل كښې د دي نيويارك ټائمز سره مركه كښې ده ووئيل مونږ د جنګ باب ختم ګڼو او اوس په شريك احترام اډانه اړيكو او مثبت رابطو يو نوب باب غواړو۔ده ووئيل كوم …

 

کابل 16 اګست (اے پي پي) د افغانستان طالبان رجيم خارجه وزير امير خان متقي د امريکې څخه غوښتنه وكړه چې په ك ابل كښې خپله سفارت خانه بيا پرانيزي او هېواد كښې سرمايه کاري وكړي۔په کابل كښې د دي نيويارك ټائمز سره مركه كښې ده ووئيل مونږ د جنګ باب ختم ګڼو او اوس په شريك احترام اډانه اړيكو او مثبت رابطو يو نوب باب غواړو۔ده ووئيل كوم ههم افغانې په خپله خاوره د بل هېواد د عسكر موجودګي نه غواړي او نه ئې زغملے شي۔ده ووئيل زمونږ انتظاميه امريکا  كښې سفارتي مشن بيا پرانستل غواړي او اروپائي هېوادونو سره د  افغانانو په لوظنامو خبري اتري كوي۔د افغانستان خارجه وزير ووئيل د امريکا پشمول كوم هم هېواد په افغانستان كښې سرمايه کاري  كولې شي ځكه چې طالبان انتظاميې ته د غير ملکي سرمائے ضرورت دے۔د مركې په مهال د افغانستان خارجه وزير د دې پوښتني واضحه ځواب وركولو څخه ډډه وكړه چې د هغوي حکومت د ميرمنو او جينكو په ضد کريك ډاؤن نړيوال شناخت كښې رکاوټ دے۔د پوښتنو په تحریري ځواب كښې د امريكې خارجه محكمې د افغانستان سره اړيكي په معمول راوستلو امكان رد كړو۔د امریکې وياند ووئيل طالبان افغانستان لا مستحکمولو او ترهه ګرۍ مخنيوي لوظونو پالنه كښې ناکامه شوي۔