كولمبيا كښې د زلزلے له امله د مړو شميره 294 ته ورسيده

  بګوټا 16 اګست  (اے پي پي) كولمبيا كښې د 7.4 شدت زلزلے له امله د مړو شميره 294 ته ورسيده دغسې 3,935 كسان ژوبل، 320 بے دركه دي۔ شنهوا  د نېشنل يونټ فار ډيزاسټر رسك مينجمنټ (UNGRD) د اړخه جاري شوې شميري په اړه ووئيل د زلزلے له امله د 15 محكمو 448 ميونسپلټيز كښې 54,008  كورنۍ يعني 115,461 كسان ځپلې شوي۔ رپورټ كښې ووئيل شول چې 66 ودانۍ …

 

بګوټا 16 اګست  (اے پي پي) كولمبيا كښې د 7.4 شدت زلزلے له امله د مړو شميره 294 ته ورسيده دغسې 3,935 كسان ژوبل، 320 بے دركه دي۔ شنهوا  د نېشنل يونټ فار ډيزاسټر رسك مينجمنټ (UNGRD) د اړخه جاري شوې شميري په اړه ووئيل د زلزلے له امله د 15 محكمو 448 ميونسپلټيز كښې 54,008  كورنۍ يعني 115,461 كسان ځپلې شوي۔ رپورټ كښې ووئيل شول چې 66 ودانۍ ړنګي شوي دغسې 14,493 كورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او 81,506 ته زيان رسيدلې۔ نېشنل يونټ فار ډيزاسټر رسك مينجمنټ  د سوشل ميډيا په پليټ فارم ايكس بيان كښې وئيلي چې حكومت د نړآوالي مرستي منظوري وركړې ده۔ ادارے ووئيل د كولمبيا هنګامي صورتِ حال مخنيوي صلاحيت تر اوسه متاثره شوې نه دے دغسې چارواكي د اضافي نړيوالي مرستي حاجت پرله پسې جاج اخلي۔