د بلوچستان په تاريخ كښې موجوده حکومت كښې ريکارډ پرمختيائي كارونه وشول۔مير سرفراز بګټي

  کوئټه 15 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي شمالي ډيره بګټي كښې د روانو بيلو پرمختيائي پروژو جاج واخست او اړوندو چارواكو ته ئې په پروژو د كار رفتار تندولو، معيار باوري كولو او په ټاكلی موده كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔په دې موقع د ډيره بګټي ډپټي کمشنر او نورو ضلعي افسرانو د بلوچستان وزيراعلیٰ ته سيمه كښې په روانو پرمختيائي پروژو او اولس …

 

کوئټه 15 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي شمالي ډيره بګټي كښې د روانو بيلو پرمختيائي پروژو جاج واخست او اړوندو چارواكو ته ئې په پروژو د كار رفتار تندولو، معيار باوري كولو او په ټاكلی موده كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔په دې موقع د ډيره بګټي ډپټي کمشنر او نورو ضلعي افسرانو د بلوچستان وزيراعلیٰ ته سيمه كښې په روانو پرمختيائي پروژو او اولس له په  وركړة شوو بنيادي سهوليات تفصيلي بريفنګ وركړو۔د بلوچستان  وزيراعلیٰ يتيمانو او بے وسه ماشومانو له د جديد دور تقاضو له مخې د اعلیٰ معيار تعليم وركولو لپاره جوړيدونكي د خپل نوعيت منفرد تعليمي ادارے ودانۍ دوره وكړه۔ د منصوبے ترمخه د بلوچستان بيلو ضلعو سره تعلق لرونكو ګڼ شمير مستحق ماشومان به زدكړي ترلاسه كړي۔ مير سرفراز بګټي ووئيل تعليم د ټولني د پرمختګ او ځوانانو روښانه سباؤن بنياد دے،د بلوچستان حکومت مستحق او محروم طبقو ماشومانو له د معياري تعليم موقعو وركولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔ وزيراعليٰ د اسپورټس ګراؤنډ هم دوره وكړه ۔ ده ووئيل ځوانانو له د لوبو ميدان، صحت مند ماحول او مثبت هلو ځلو موقعو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ شمالي ډيره بګټي كښې د اسپورټس ګراؤنډ جوړيدو سره به د سيمي ځوانانو له د لوبو ښه آسانۍ وركړې شي۔ده ووئيل د روغتيا په څانګه كښې اولس له ښه او معياري سهوليات وركولو له حكومت خپل ټول وسائل كاروي او لري پرتو سيمو كښې بنيادي سهوليات وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔وزيراعلیٰ اړژندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې په ټولو پرمختيائي پروژو د كار رفتار تند كړي،د پروژو د  معيار دې پرله پسې څارنه وكړې شي او اولسي ګټو منصوبو بشپړولو كښې دې غير ضروري تاخير ونه كړې شي۔په دې موقع د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان او پرنسپل سيکرټري عمران زرکون هم ده سره وو۔

مزید خبریں