د روس صدر د پاكستان د آزادۍ ورځ  په موقع صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف په نامه د مباركۍ پيغام

اسلام آباد 14 اګست  (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پيوټن  صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف له د پاکستان د آزادۍ ورځ په موقع مبارکي وركړي۔د ايوان صدرِ پريس ونګ له مخې د مباركۍ په خپل پيغام كښې د روس صدر د پاکستان اولس لپاره د امن ،سوكالۍ او نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔صدر ولاديمير پيوټن ووئيل روس او پاکستان اړيكي کاميابۍ سره مخ په …

اسلام آباد 14 اګست  (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پيوټن  صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف له د پاکستان د آزادۍ ورځ په موقع مبارکي وركړي۔د ايوان صدرِ پريس ونګ له مخې د مباركۍ په خپل پيغام كښې د روس صدر د پاکستان اولس لپاره د امن ،سوكالۍ او نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔صدر ولاديمير پيوټن ووئيل روس او پاکستان اړيكي کاميابۍ سره مخ په وړاندې رواني دي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه سياسي، تجارتي، اقتصادي، انساني همدردۍ او نورو څانګو كښې د نتيجې وړ مرسته روانه ساتي۔ صدر ولاديمير پيوټن ووئيل روس او پاکستان خپلو كښې په مهمو سيمه ايزو او نړآوالو چارو مرسته روانه ساتلي۔د روس صدر د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو اولس شريكو ګټو له به دوه اړخيزه شراکت دارۍ ټولي څانګي لا قوي كولې شي۔