بيجنګ 14 اګست (اے پي پي) د پاکستان د آزادۍ ورځ په موقع بيجنګ كښې د پاکستان سفارتخانه كښې د بيرغ هسك كولو دستوره وشوه۔د سفارت خانے د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په دې ناظم الامور اعزاز خان قامي سرود سره قامي بيرغ هسك كړو۔په دې موقع د صدرِ مملکت او وزيراعظم د مباركۍ پيغامونه واورولې شول چې پكښې د قائداعظم محمد علي جناحؒ …
بيجنګ كښې د پاکستان سفارت كښې د آزادۍ ورځ سالګرې دستوره
بيجنګ 14 اګست (اے پي پي) د پاکستان د آزادۍ ورځ په موقع بيجنګ كښې د پاکستان سفارتخانه كښې د بيرغ هسك كولو دستوره وشوه۔د سفارت خانے د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په دې ناظم الامور اعزاز خان قامي سرود سره قامي بيرغ هسك كړو۔په دې موقع د صدرِ مملکت او وزيراعظم د مباركۍ پيغامونه واورولې شول چې پكښې د قائداعظم محمد علي جناحؒ بصيرت افروز قيادت كښې د آزادۍ تحريك په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركونكو ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوي۔ پيغامونو كښې يو قوي ، پرمختګ كونكي او سوكاله پاكستان اجتماعي مزل كښې د اتحاد، استقامت او قامي نظريات سره د تړون په اوصولو عمل كولو په حاجت زور راوړې شوې۔په خپله وينا كښې ناظم الامور اعزاز خان چين كښې مېشته پاکستاني ورورولۍ له د آزادۍ ورځ مبارکي وركړه۔ده ووئيل پاکستان او چين د خپلو سفارتي اړآكو 75مه سالګره لمانځي دغسې دد واړو هېوادونو اړآكي په ملګرتيا او شريك باور اډانه دي۔












