د فلسطيني وګړو په منظمه بې دخلۍ دې اسرائيل ځواب وركونكے وګرځولے شي: د پاكستاني استازي د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب

  ملګري ملتونه ۔12اګست (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې د فلسطيني وګړو په بې دخلۍ دې اسرائيل ځواب وركونكے وګرځولے شي ، د غېر قانوني اسرائيلي آبادكارۍ ټول فعاليتونه دې اودرولې شي٬ د مقبوضه فلسطيني سيمې آبادياتي حېثيت بدلولو له پورته كړې شوې غېر قانوني اقدامات دې په سمدستي توګه بېرته واخستلې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي …

 

ملګري ملتونه ۔12اګست (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې د فلسطيني وګړو په بې دخلۍ دې اسرائيل ځواب وركونكے وګرځولے شي ، د غېر قانوني اسرائيلي آبادكارۍ ټول فعاليتونه دې اودرولې شي٬ د مقبوضه فلسطيني سيمې آبادياتي حېثيت بدلولو له پورته كړې شوې غېر قانوني اقدامات دې په سمدستي توګه بېرته واخستلې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په لوئيديزه غاړه كښې د فلسطيني وګړو خلاف د زيات شوي اسرائيلي تشدد په تناظر كښې د سلامتی کونسل بېړنۍ غونډې ته خطاب كښې ووئيل د مقبوضه لوئيديزې غاړې صورتحال مخ په خرابېدو دے او سلامتي كونسل ته به ددې مؤثر ځواب وركول وي۔ د غزہ صورتحال په اړه پاكستاني استازي ووئيل دغلته بشري صورتحال زيات نازك دے۔ ده د غزه شخړې ختمولو له د امريكائي صدر ډونډل ټرمپ بشپړه منصوبه د بشري ستونزو كمولو  او د فلسطيني وګړو د خپلواكۍ حق او رياستي تشخص په لوري د باور وړ پېشرفت لپاره مهمه موقع وګرځوله۔ ده په غزہ امن منصوبه او قرارداد 2803 د عملدرآمد حوالې سره د ټرمپ بورډ آف پيس لاندې د شوي پېشرفت هركلي كولو سره د امریکا، مصر، قطر او ترکیه په شمول د ثالث هېوادونو پرله پسې هڅې وستائلې۔ ده ووئيل په منطقه كښی امن د اسرائيلي قبضې خاتمې او فلسطيني اولس ته د خپلواكۍ حق كارولو موقعې وركولو سره تړلې دې۔ د ده له مخې ددې يوازينې او د باور وړ بنياد كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د يو آزاد ٬ خپلواكه او د عمل وړ فلسطيني رياست جوړېدل دي د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي