ځوانانو ته معياري تعليم ٬ هنر ٬ د روزګار موقعو وركولو  ته پام لرنه كوو ٬ د بلوچستان وزيراعلې مشاوره ډاكتر ربابه خان بليدي

  كوئټه۔ 12 اكست (اے پي پي)  د بلوچستان وزيراعلې د مېرمنو د پرمختګ مشاورې ډاكتر ربابه خان بليدي وئېلي دي  ځوانان زمونږ د هېواد تر ټولو لوي طاقت دے   كوم چې پخپل صلاحيت ٬ محنت٬ تخليقي سوچ او جذبه د پاكستان په پرمختګ كښې  مهم كردار تر سره كوي ٬  د ځوانانو نړيوالې ورځ په مهال  خپل پېغام كښې دې ووئېل  ځوانانو ته معياري تعليم  ٬ جديد هنر  ٬ …

 

كوئټه۔ 12 اكست (اے پي پي)  د بلوچستان وزيراعلې د مېرمنو د پرمختګ مشاورې ډاكتر ربابه خان بليدي وئېلي دي  ځوانان زمونږ د هېواد تر ټولو لوي طاقت دے   كوم چې پخپل صلاحيت ٬ محنت٬ تخليقي سوچ او جذبه د پاكستان په پرمختګ كښې  مهم كردار تر سره كوي ٬  د ځوانانو نړيوالې ورځ په مهال  خپل پېغام كښې دې ووئېل  ځوانانو ته معياري تعليم  ٬ جديد هنر  ٬ روزګار او د وړاندې تللو ښې موقعې  وركونه زمونږ په وړومبۍ  مهمه پام لرنه كښې شامله ده ۔ د بلوچستان وزيراعلې  مشاورې ډاګټر ربابه خان بليدي دا هيله څرګنده كړه   چې صلاحيت  او عزم لرونكې ځوانان به پخپله خوارۍ  پاكستان  د پرمختګ  ٬ خوشحالۍ  او كاميابۍ نوو منزلونو پورې  ورسوي۔