رياض۔ 12 اكست (اے پي پي) سعودي عرب د كولمبيا د اړخه د سوريه په شخړيزو ګولان هائټس د اسرائيل د خود مختارۍ تسليمولو غندنه وكړه او دا يې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو په ضد وګرځوله۔ د اېس پي اے تر مخه خارجه وزارت بيان كښې ووئېل د كولمبيا دا ګام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په 1981 كښې د منظور كړي …
سعودي عرب د كولمبيا د اړخه د ګولان په هائټس د اسرائيلي خود مختارۍ تسليمولو غندنه وكړه
رياض۔ 12 اكست (اے پي پي) سعودي عرب د كولمبيا د اړخه د سوريه په شخړيزو ګولان هائټس د اسرائيل د خود مختارۍ تسليمولو غندنه وكړه او دا يې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو په ضد وګرځوله۔ د اېس پي اے تر مخه خارجه وزارت بيان كښې ووئېل د كولمبيا دا ګام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په 1981 كښې د منظور كړي قرارداد 497 بيخي خلاف ورزي ده چې پكښې د ګولان په غرونو د اسرائيل خپل قوانين٬ اختيار او د انتظاميه نفاذ كالعدم او د نړيوال اثر نه بغېر ګرځولے شوي۔ وزارت بيان كښې ووئېل داسې موقف منطقه كښې د امن راوستو لپاره مرستياله نه دے او د امن هڅې له مينځه وړي۔ مملكت د خپل اصولي موقف پخلي كولو سره ووئېل د ګولان هائټس د سوريه شخړيزه خاوره ده ۔ د دې قانوني حېثيت بدلولو په اړه كوم هم ګام يا پرېكړه د داسې اقدامات كوم جواز نه وركوي۔ بيان كښې مملكت د كولمبيا په حكومت زور راوړے چې هغه پخپل موقف نظر ثاني وكړي ٬ د نړيوال قانون او اړوند قراردادونو پاسداري وكړي۔ منطقه كښې سلامتيا ٬ استحكام ٬ منصفانه او تل پاتي امن راوستو لپاره د كېدونكو هلو ځلو مرسته وكړي۔











