د پاکستان ځوانان صلاحیت او وقار لرونكې دي ،د جماعت اسلامي امير

  لاهور۔12اګست(اے پي پي)د جماعت اسلامي پاکستان امير حافظ نعیم الرحمن وئېلي دي د پاکستان آبادي  د 60 فیصد نه زياته په ځوانانو مشتمل ده، د پاکستان ځوانان صلاحیت او وقار لرونكې دي ۔ ده د ځوانانو  په نړيواله ورځ جاري بیان كښې غوښتنې كولو سره ووئېل  ځوانانو  ته د   روزګار پشمول  د جدید او  معیاري تعلیم، د فني و پیشه ورہ مهارتونو زياتولو موقعې دې وركړې شي او  د …

 

لاهور۔12اګست(اے پي پي)د جماعت اسلامي پاکستان امير حافظ نعیم الرحمن وئېلي دي د پاکستان آبادي  د 60 فیصد نه زياته په ځوانانو مشتمل ده، د پاکستان ځوانان صلاحیت او وقار لرونكې دي ۔ ده د ځوانانو  په نړيواله ورځ جاري بیان كښې غوښتنې كولو سره ووئېل  ځوانانو  ته د   روزګار پشمول  د جدید او  معیاري تعلیم، د فني و پیشه ورہ مهارتونو زياتولو موقعې دې وركړې شي او  د آئي ټي په وړيا تعلیم  دې سنګار كړے شي ۔ حافظ نعیم الرحمن ووئېل د الخدمت فائونډیشن  بنو قابل پروګرام  ځوانانو ته د آئي ټي تعلیم وركولو او د  عزت سره د روزګار وركړه كښې ګټور ثابتېږي ۔ ده ووئېل جماعت اسلامي د ځوانانو حقونو لپاره په هر  فورم غږ  پورته كوي  ،د ځوانانو په ترقۍ كښې بس د قام  تل پاتي ترقي او روښانه سباون پروت دے ۔