ګورنر فېصل كريم كنډي سره د اقليتي ورورولۍ پلاوي ملاقات

 پېښور ۔ 12 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د شورو په ورځ د اقليتي ورورولۍ نمائنده پلاوي ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښی د نیشنل کمیشن آف پاکستان فار هیومن رائټس صوبائي چیئرمین پرویز اقبال، د صوبائي  اسمبلۍ غړې بابا جی ګورپال سنګھ، فادر طارق محمود رومن کېتھولک چرچ او د کیریټاس پاکستان صوبائی …

 پېښور ۔ 12 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د شورو په ورځ د اقليتي ورورولۍ نمائنده پلاوي ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښی د نیشنل کمیشن آف پاکستان فار هیومن رائټس صوبائي چیئرمین پرویز اقبال، د صوبائي  اسمبلۍ غړې بابا جی ګورپال سنګھ، فادر طارق محمود رومن کېتھولک چرچ او د کیریټاس پاکستان صوبائی کوآرډینېټر ططس نیروز ګل شامل و۔ ملاقات كښې اقليتي ورورولۍ ته د پېښو مسئلو ٬ د هغوي د بنيادي حقونو تحفظ ٬ مذهبي همغږۍ او صوبه كښی بن المذاهب هم آهنګۍ ته د ودې وركولو په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د اقليتي ورورولۍ مسئلو حل كولو او دوئي ته د پېښو ستونزو ازالې له به اړوندو ادارو سره ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د ملاقات په پايه كښې صوبائي چيئرمېن پروېز اقبال ګورتنر ته يادګاري شيلډ وړاندے كړو۔