پېښور ۔ 11 اګست (اے پی پی) د اقليتونو قامي ورځې په موقع د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ جرګه هال كښې خصوصي دستوره وشوه۔ د اسمبلۍ سپيكر بابر سلیم سواتی د دستورې خاص مېلمه ؤ۔ په دې مهال د اوقاف ٬ حج ٬ مذهبي او اقليتي چارو صوبائي وزير عدنان قادری هم ده سره ؤ۔ دستوره كښې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سېكرټري سید وقار شاہ، د مسیحی، هندو، سکھ او …
د اقليتونو قامي ورځې په موقع د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ جرګه هال كښې خصوصي دستوره

مزید خبریں
پېښور ۔ 11 اګست (اے پی پی) د اقليتونو قامي ورځې په موقع د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ جرګه هال كښې خصوصي دستوره وشوه۔ د اسمبلۍ سپيكر بابر سلیم سواتی د دستورې خاص مېلمه ؤ۔ په دې مهال د اوقاف ٬ حج ٬ مذهبي او اقليتي چارو صوبائي وزير عدنان قادری هم ده سره ؤ۔ دستوره كښې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سېكرټري سید وقار شاہ، د مسیحی، هندو، سکھ او نورو اقليتي وروروليو استازي ٬ مذهبي شخصيات او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ د دستورې پېل دج قامي سرود نه وكړے شو۔ دې څخه وروستو بشپ جاوید شریف ٬ پنډټ رتن لال او د سكھ ورورلۍ استازي دعا وكړه۔ دستورې ته اېم پی اے ګرپال سنګھ، پخواني سلاحكار وزیر زادہ ، پخواني اېم پي اے روی کمار، د اوقاف ٬ حج او اقليتي چارو سېكرټري بشپ همفری سرفراز پیټرز، هارون سربدیال، صاحب سنګھ، سیموئل رابرټ، تبدیل کامران، وقاص کھوکھر او حبقوق ګل په شمول نورو استازو خطاب وكړو۔ بابر سلیم سواتی خپل خطاب كښې ووئيل د پاکستان په تعمير او پرمختګ كښې اقليتي وروروليو د قدر وړ كردار ترسره كړے دے۔ د پاكستان آئين ټولو وګړو ته د يو برابر حقونو او مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي۔ د خېبر پښتونخوا اسمبلي به د اقلیتی وروروليو د حقونو تحفظ ٬ مذهبي آزادۍ او هم آهنګۍ ته ودې وركولو له خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ صوبائي وزير عدنان قادري دستورې ته خطاب كښې د اقلیتی وروروليو خېر ښېګړې ٬ مذهبي آزادۍ او د هغوي د حقونو تحفظ له په حكومتي اقدامات رڼا واچوله۔ د دستورې په پايه كښې د اقليتونو قامي ورځې په مناسبت سره كېك هم پرې كړے شو











