ملګرو ملتونو  ماشومان د آن لائن  معلوماتي خطرو نه ژغورلو لپاره د سمدستي ګامونو غوښتنه وكړه

  ملګري ملتونه۔ 11 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې په ډېجېټل ماحول كښې  ماشومان او ځلمي د زياتېدونكو خطرو سره مخ دي چې پكښې ګمراه كوونكې معلومات ٬  آن لائن ځورونه ٬  الګور تهمك تعصب او د مصنوعي ځېركتيا په بد نيتۍ  كارونه شامله ده ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه دا خبردارے په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې …

 

ملګري ملتونه۔ 11 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې په ډېجېټل ماحول كښې  ماشومان او ځلمي د زياتېدونكو خطرو سره مخ دي چې پكښې ګمراه كوونكې معلومات ٬  آن لائن ځورونه ٬  الګور تهمك تعصب او د مصنوعي ځېركتيا په بد نيتۍ  كارونه شامله ده ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه دا خبردارے په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې په نړۍ كښې د 15 نه تر 24 كالو عمر  د 80 فيصده نه زيات  ځوانان  انټر نېټ كاروي ۔  د ځوانانو ڼړيوالې ورځ په موقع  جاري كړي  يو بريفنګ كښې  ملګرو ملتونو دا په ګوته كړې ده  چې  لږ آمدن لرونكو هېوادونو كښې د انټر نېټ كارونكو  ځوانانو تناسب  د پاتي ودانۍ په مقابل كښې نزدې يو په دوه دے۔   ملګرو ملتونو حكومتونو ٬ په تېكنالوجي كمپنيو ٬ مشتهرينو ٬ مېډيا او محقيقين زور راوړے دے  چې هغوي د ځوانانو ژغورنې ته پام لرنه وكړي او د معلوملات سلامتيا په اړه حل لټولو  په عمل كښې  هغوي فعاله كړي۔  بريفنګ كښې وئېلې شوي دي  آن لائن ځوانانو ته د پیښو خطرو  ژور  تعلق د داسې كاروباري ماډلز سره دے كوم چې د صارفينو پام  او ذاتي معلومات نه آمدن تر لاسه كولو  باندې انحصار لري٬ د دې نه علاوه  د صارفين د زيات نه زيات مشغوليت  زياتولو لپاره  جوړ كړي  ډيزائن فېچرز او الګور تهمز هم دغه خطرې زياتوي۔ ملګرو ملتونو خبردارے وركړے  چې ماشومان او ځوانان د دې طريقو  لپاره په خاص  توګه حساس دي ٬ د مصنوعي ځېركتيا ګړندۍ ترقي  د دې خطرو مخ نيوي د هڅو نه هم پرله پسې  مخ په وړاندې روانه ده ٬ په دې خطرو كښې  په مصنوعي ځېركتيا جوړ كړي مواد ٬ د استحصال نوي شكلونه او داسې هدفي  ډېجيټل تشهيري ټګلارې شاملې دي  كومې چې ماشومانو ته د زيات مصرف ترغيب وركوي۔