سوئېلې لبنان كښې د تاو تريخوالي  كمولو اقدامات له مرستې كولو ته چمتو يوو٬ برطانيه

  لندن۔ 11 اګست (اے پي پي)برطانيې وئېلي دي هغه په سوئېلې لبنان كښې  د تاو تريخوالي كمولو او د امنيت اقدامات مرستې كولو ته چمتو دے ۔ د العربيه اردو  تر مخه  د برطانيې خارجه وزارت وياند ووئېل برطانيه د هغه ګامونو مرستې كولو لپاره چمتو دے  كوم چې د تاو تريخوالي كمي او په خاص توګه  سوئېلې لبنان كښې  د تل پاتي امنيت مضبوطولو له مرستياله وي۔  هغه …

 

لندن۔ 11 اګست (اے پي پي)برطانيې وئېلي دي هغه په سوئېلې لبنان كښې  د تاو تريخوالي كمولو او د امنيت اقدامات مرستې كولو ته چمتو دے ۔ د العربيه اردو  تر مخه  د برطانيې خارجه وزارت وياند ووئېل برطانيه د هغه ګامونو مرستې كولو لپاره چمتو دے  كوم چې د تاو تريخوالي كمي او په خاص توګه  سوئېلې لبنان كښې  د تل پاتي امنيت مضبوطولو له مرستياله وي۔  هغه په دې خبره زور راوړو چې لبنان كښې  د ملګر ملتونو عبوري فورس  (يو اين ايف آئي ايل )امن فورس  په موثره ډول د كار كولو او د خپلو اختياراتو كارولو  لپاره اختيارمنده جوړول ضروري دي ۔د برطانيې موقف په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې په سوئېلې لبنان كښې د امنيتي ګامونو  په سباون نړيوال بحث زياتېږي ۔ په خاص توګه  ستمبر 2025 كښې د ملګرو ملتونو  سلامتي كونسل د دې پرېكړې نه پس  چې پكښې د كال د اختتام سره   د يو اين آئې ايف آئې ايل فورسز  مشن په مكمل توګه  د ختمولو وئېلي شوي دي   او وئېلي شوي  چې د لبنان پوځ به سرحدي سيمه كښې  د تعيناتۍ او كڼټړول ذمه وارۍ به تر لاسه كوي۔  نړيوال او سيمه ايز  فريق د ملګرو ملتونو  د مشن د خاتمې نه پس په سوئېلې لبنان كښې  د امنيتي خلا پېدا كېدو مخ نيوي  لپاره په مختلف وړاندېزونو غور كوي ۔