لاهور۔11اګست (اے پي پي) نیشنل چیمپئنز کپ به د 12 اګست د شورو ورځې نه په ملتان کرکټ سټیدیم كښې پېل كېږي ، د ټورنامنټ په وړومبۍ ورځ د پاکستان ګرینز او پاکستان وائټس ډلې به يو بل ته مخ مخ كېږي ۔ د دواړو ډلو تر مينځه مېچ به ماسپخين درې بجې پېل كېږي ۔ د پاکستان ګرینز قیادت شاداب خان او د پاکستان وائټس کپتاني به صائم …
د نیشنل چیمپئنز کپ به په 12 اګست د ملتان کرکټ سټیډیم نه پېل كېږي
لاهور۔11اګست (اے پي پي) نیشنل چیمپئنز کپ به د 12 اګست د شورو ورځې نه په ملتان کرکټ سټیدیم كښې پېل كېږي ، د ټورنامنټ په وړومبۍ ورځ د پاکستان ګرینز او پاکستان وائټس ډلې به يو بل ته مخ مخ كېږي ۔ د دواړو ډلو تر مينځه مېچ به ماسپخين درې بجې پېل كېږي ۔ د پاکستان ګرینز قیادت شاداب خان او د پاکستان وائټس کپتاني به صائم ایوب کوي ۔ د پي سي بي وياند تر مخه د پاکستان ګرینز د اړخه فخر زمان، نسیم شاہ، فهیم اشرف، مهران ممتاز او سمیر منهاس به په ایکشن كښې ښكاري ٬ دغسې د پاکستان وائټس ډله كښې حارث روف، حسن نواز، خوشدل شاہ، وسیم جونیئر، عثمان خان او شاهنواز دھاني شامل دي ۔ د ټورنامنټ ټول میچز به په پي ټي وي سپورټ نيغ په نيغه نشر کولې شي٬ دغسې پاکستان كښې ټیپ میډ او تماشا باندې به هم میچز لائیو سټریمنګ كېږي ۔ د هېواد نه بهر شائقین د نیشنل چیمپئنز کپ ایکشن د پي سي بي په یوټیوب چینل به نيغ په نيغه كتلې شي ۔ پخوانے ټیسټ کرکټر سلمان بټ او پخوانۍ د پاکستان ویمنز کرکټر ایمن انور به د ټورنامنټ کمنټري كوي










