کوئټه 11 اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيكرې او د ويمن پارلماني کاکس چيئرپرسن غزاله ګوله د اقليتونو قامي ورځ په موقع خپل خاص پېغام كښې وئيلي دي د بلوچستان رغونه او پرمختګ كښې د اقليتي ورورولۍ كردار د وياړ وړ دے، د بلوچستان روايت مونږ ته د مينې، روادارۍ، احترام او د انسانيت درس راكوي٬ قائداعظم محمد علي جناح ټولو وګړو ته د يو برابر …
د بلوچستان رغونې و پرمختګ كښې د اقليتي ورورولۍ كردار د وياړ وړ دے۔ ډپټي سپيکر غزاله ګوله

مزید خبریں
کوئټه 11 اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيكرې او د ويمن پارلماني کاکس چيئرپرسن غزاله ګوله د اقليتونو قامي ورځ په موقع خپل خاص پېغام كښې وئيلي دي د بلوچستان رغونه او پرمختګ كښې د اقليتي ورورولۍ كردار د وياړ وړ دے، د بلوچستان روايت مونږ ته د مينې، روادارۍ، احترام او د انسانيت درس راكوي٬ قائداعظم محمد علي جناح ټولو وګړو ته د يو برابر حقونو او د مذهبي آزادۍ واضحه تصور وركړے۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې غزاله ګوله ووئيل صدر آصف علي زرداري په 11 اګست 2009 په قامي اقليتي ورځ د اقليتونو د حقونو په عزم رڼا اچولې وه٬ پاکستان پيپلز پارټۍ تل د اقليتي ورورولۍ حقونو ، مساوات او د مذهبي آزادۍ تحفظ لپاره غږ پورته كړے٬ دې ووئېل پخوانۍ وزيراعظمې شهيدې بينظير بھټو يو جمهوري، مساوي او د روادار پاکستان لپاره سټرې كړې دي











