د پاكستان د اوكراين شخړه د خبرو د لارې په حل كولو او حراست كښې د اخستې شوو كسانو په خونديتوب ټينګار

    ملګري ملتونه ۔11اګست(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اوکراین سره اړوندې آريا فارمولا غونډه كښې په ټولو اړخونو ټینګار کړے چې هغوي دې د نړیوال بشري قانون سره سم خپل مسوولیتونه ترسره کړي او د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه دې د خبرو اترو له لارې حل کولو لپاره ګامونه پورته کړي۔ د سلامتي كونسل 15 كسيزه غونډې ته خطاب كښې په ملګرو ملتونو كښې …

 

 

ملګري ملتونه ۔11اګست(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اوکراین سره اړوندې آريا فارمولا غونډه كښې په ټولو اړخونو ټینګار کړے چې هغوي دې د نړیوال بشري قانون سره سم خپل مسوولیتونه ترسره کړي او د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه دې د خبرو اترو له لارې حل کولو لپاره ګامونه پورته کړي۔ د سلامتي كونسل 15 كسيزه غونډې ته خطاب كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن قونصل كامران تاج ووئيل ټولو اړخونو له به نړیوال بشري قانون سره سم خپل مسوولیتونه پوره كول وي۔ آریا فارمولا غونډه یوه غیر رسمي تګلاره ده چې پکښې د سلامتي كونسل غړي په مهمو نړيوالو چارو په آزادانه ډول خبرې کوي۔ د اوکراین په اړه دا غونډه لټویا، اوکراین او برتانیې وكړه په كومه كښې چې د جنګي بنديانو ٬ حراست كښې اخستې شوې كسانو او د بهرنیو جنګیالیو په چارو بحث وشو۔ پاكستاني استازي د نړیوالو قوانینو له مخې د جنګي بندیانو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او د هغوی سره د هر ډول ناوړه چلند غندنه یې وکړه۔ ده ووئيل د فريثېن ترمينځه د عرب امارات ٬ قطر او تركيه په مرسته د جنګي بنديانو تبادله په سم لوري پورته كړے شوے ګام دے۔ كامران تاج په شخړه كښې د بهرنيو جنګيالو په شموليت اندېښنه ښكاره كولو سره ددې عمل په ختمولو زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان تل د شخړو سولييز حل لپاره مكالمې او سفارتكارۍ ته د بنيادي اهميت وركولو په خپل دريځ ولاړ دے او دې مقصد لپاره به د ټولو سفارتي هڅو ملاتړ روان ساتي