كولمبيا كښې د زلزلې د لاسه د مړو شوو شمېره 132 ته ورسېده

  بګوټا۔11اګست(اے پی پی) په كولمبيا كښې تېره ورځ په 10 اګست د 7.4 شدت راغلې زلزلې د لاسه د مړو شمېره  132 ته ورسېده او  570  څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د روسه خبري اژانس تاس د ځائي بلو رېډيو تر مخه وئيلي دي  د هېواد په 32 ښارونو كښې د خطرې رېډ لېول وارننګ جاري كړے شوے ۔ دې څخه وړاندې د کولمبیا جیولوجیکل سروس وئيلي وو په …

 

بګوټا۔11اګست(اے پی پی) په كولمبيا كښې تېره ورځ په 10 اګست د 7.4 شدت راغلې زلزلې د لاسه د مړو شمېره  132 ته ورسېده او  570  څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د روسه خبري اژانس تاس د ځائي بلو رېډيو تر مخه وئيلي دي  د هېواد په 32 ښارونو كښې د خطرې رېډ لېول وارننګ جاري كړے شوے ۔ دې څخه وړاندې د کولمبیا جیولوجیکل سروس وئيلي وو په 10 اګست په مغربي كولمبيا كښې د 7.4 شدت زلزله راغلې وه  كومه چې د يوې لسيزې په مهال په هېواد كښې راغلې تر ټولو زياته قوي زلزله وه۔ د جیولوجیکل سروس له مخې د زلزلې مركز په سان هوزے ډيل پالمر كښې ريكارډ كړے شو۔ دې څخه وړاندې د كولمبيا صدر ابیلاردو دے لا ایسپریئیا وئيلي وو  تر ټولو زيات زيان په پیریرا او مانیسیلس ښارونو كښې شوے دے